روسیې ته د نورو بندیزونو گواښ
۱۳۹۳ خرداد ۱۵, پنجشنبهد اوو مخکښو صنعتي هیوادونو ډله چې د جي ـ ۷، په نامه هم یادیږي، د چهارشنبې په ماښام خپله گډه بیانیه خپره کړې ده. په دغه بیانه کې له روسیې څخه غوښتل شوي دي چې د اوکراین په ختیځ کې د وضعیت د آرامه کیدو له پاره اساسي گامونه پورته کړي که نه، نو د هغې د ناوړو پایلو سره به مخامخ شي.
په دغه گډه بیانیه کې راغلي دي: «موږ دې ته چمتو یو چې هدفمند بندیزونه لاپسې زیات کړو او د ضرورت پر وخت به پر دې سربیره له معنی ډک نورو اقداماتو باندې غور وشي چې روسیې ته به گران بیه تمام شي.»
د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې لویدیځ به «بیا هم» په مکرر ډول دې ته کتنه وکړي چې په ختیځ اوکراین کې د وضعیت د آرامه کیدو په برخه کې پرمختگونه رامنځ ته شوي دي او که نه.
هغې په خپل دغه مطبوعاتي کنفرانس کې زیاته کړه: «موږ په اوکراین کې نوره بې ثباتي نه شو زغملای.» هغې د روسي صنعتونو لکه بانکونو او دفاع پر وړاندې د بندیزونو د «دریمې دورې» د لگولو گواښنه وکړه. هغې په خپلو خبرو کې وړاندې وویل: «که چیرې د هغې پوښتنې په برخه کې چې موږ یې حلول غواړو پرمختگ و نه شي، نو د بندیزونو امکان شته، حتې د بندیزونو د دریمې درنې دورې د لگولو.»
د اکمالاتو د بندولو غوښتنه
د جي ـ اوه هیوادونو د اوکراین له نوي ولسمشر پیترو پورو شینکو سره بېله کوم قیده او شرطه د روسیې د همکارۍ او د روسیې د پولې له لارې بیلتون غوښتونکو ته د وسلو د انتقال د درولو غوښتنه کړې ده. پر دې سربیره د گاز د انتقال د تأمین غوښتنه هم شوې ده.
د امریکا متحده ایالاتو، آلمان، فرانسې، بریتانیې، کاناډا، جاپان او ایټالې هیوادونو مشران په بروکسل کې د خبرو اترو له پاره موجود وو. په دغه غونډه کي د ولادیمیر پوتین ناسوب توب، په ځانگړې ډول مشخص وو، چې په تخنیکي لحاظ روسیې د ۲۰۱۴م کال له پاره د جي – ۸، ډلې مشري پر غاړه لرله.
له روسیې سره د کریمیا د الحاق په غبرگون کې د نوموړې ډلې غړو هیوادونو په دې هکله رایې وکارولې ترڅو د جي- ۸، ډله په جي- ۷، باندې واړوي. د جي اووه غړو پریکړه وکړه چې خپلې دغې دوه ورځنۍ سرمشریزي ته په بروکسل کې ادامه ورکړي. په پام کې وه چې په اصل کې دغه غونډه د روسیې په سیاحتي سیمه سوچي کې تر سره شوای وای.
د جې- ۷، له لوري د روسیې له منزوي کیدو سره سره، په پام کې ده چې پوتین به د روانې اوونۍ په وروستیو کې د «ډي ډې» په کلیزه کې د انگلا مېرکل، د فرانسې له ولسشمر فرانسوا اولاند، او د بریتانیې د لومړي وزیر ډېويډ کېمرون، سره مخامخ لیدنه کتنه وکړي.
په پام کې ده چې د پنجشنبې په ورځ به پر گاز باندې د اروپا اتکا او د انرژۍ تأمین د نوموړې سرمشریزي د دوهمې ورځ مهم موضوعات وي. پر دې سربیره به د اقلیم بدلون او د اروپا او متحده ایالاتو تر منځ د آزادې سوداگرۍ د تړون پر سر هم خبرې اترې وشي.