جوبايدن: عراقيان بايد خپل تصميم پخپله ونيسي
۱۳۸۸ بهمن ۴, یکشنبهپه عراق کي د مارچ په اوومه پارلماني ټاکني کیږي. یو اونۍ مخکي د عراق یو کمېسيون 511 عراقي سياستوالانو څخه هغه حق واخيست، چي په دغو ټاکنو کي ځانونه کانديد کړي،پر هغوی باندي تور لګول سوی، چي ګواکي د عراق د پخواني دیکتاتور صدام حسين،چي په 2006 کال کي اعدام سو، له رژیم سره لږ یا ډیره همکاري درلوده.
هغه کسان، چي د پارلماني کاندیتوب له ليست څخه غورځول سوي دي، ډیری سنیان دي او یا هغه شیعګان دي،چي غوښتل يې د غير مذهبي ليست پر بنسټ ځانونه کاند یدکړي. د هغو په ډله کي د عراق په پارلمان کي د سنیانو د دوهمي ستري ډلي مشر، صالح المطلق او همدا راز د عراق د دفاع اوسنی وزیر، عبدالقدیر العبیدي شامل دي. د عراق لومړی وزیر، المالکي خپله د الدعوه د مذهبي شیعه ګوند غړی دی.
د امريکا متحده ایالات اندېښنه لري،چي د عراق د حکومت له دغه تصميم سره د نوموړي هيواد کابو 25 فیصده سنیان یو ځل بیا بغاوتونو ته راوپاروي. د دغو انديښنو په پام کي نيولو سره د متحده ايالاتو د جمهور ريس مرستيال، جو بايدن په بغداد کي د نورو موضوعاتو، لکه د یو خصوصي امنيتي شرکت بلک واټر پر شخړي سر بيره د عراق حکومت قانع کړي،چي په خپل نيول سوي تصميم کي بدلون راوړي، خو د عراق د لومړي وزیر، نوري المالکي غبرګون په دې اړه ډير سوړ ؤ او وويل، چي له پارلماني کانديتوب څخه د يو شمېر ډلو او سياستوالو منع کول د اساسي قانون سره سم اقدام دی.
د متحده ايالاتو د جمهور رييس مرستيال، بايدن د عراق له جمهور رييس جلال طلباني سره وليدل. په یو ګډه مطبوعاتي کنفرانس کي، بايدن هڅه وکړه چي د عراق له حکومت سره پر نوموړي موضوع خپل اختلاف نظر بربڼد نه کړي او وويل، دا چي د عراق په پارلماني ټاکنو کي څوک د کانديدتوب حق لري یا څوک يې نه لري،عراقيان بايد خپل تصميم ونيسي:
«زه غواړم روښانه کړم، چي دا زما دنده نه ده، چي دغه شخړه حل کړم. دا عراقيان دي چي خپلمنځي ستونزي په خپله سره حل کړي. خو زه د ننی بحث څخه وروسته ډاډه سوم، چي عر اقي مشران له دغي ستونزي سره مخامخ دي او د يو عادلانه حل لپاره خپلي هڅي کوي».
د عراق جمهور رييس طلباني د هغو عراقيانو، چي د بعث د ګوند او د صدام حسين سرسخت او افراطي پلويان نه ؤو په پارلماني ټاکنو کي د برخي اخیستو پلوي کوي. په همدې وجه هغه په پارلماني کانديدتوب کي د هغو سياستوالو، چي د عدلي چارو د یوکمېسيون له خوا په پارلماني ټاکنوکي د برخي اخیستو حق ځني اخيستل سوی دی پر خلاف د اساسي قانون محکمې ته دعوا وړاندي کړې ده.
gu / BBC/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل