جنرال پيترايس په اسلام آباد کی
۱۳۸۷ بهمن ۱, سهشنبهدغه چارواکی چی د خپل نوم د نه ښودلو په شرط يی خبری وکړی وويل : « جنرال پيترايس نن اسلام آباد ته د يو ورځنی سفر په موخه ورسيد چی له جمهور رييس او لومړی وزير سره ووينی».
نوی جمهور رييس چی يواځی څو ساعت وروسته په واشنګتن کی د لوړی مراسم پر ځای کوی، په افغانستان کی له القاعدی او طالب جنګياليو سره جګړه د خپل حکومت د ړومبيتوبونو څخه یوه ګڼلی ده.
د دواړو ډلو اسلام پالو افراطينو د پاکستان د شمال لويديځ نه قانون لرونکو سيمو کی ديره شوی دی، که څه هم پاکستان له دغو جنګياليو څخه په ملاتړ تورن دی، خو « تروریزم ضد» څه د پاسه اته کلنی جګړی کی د متحده ايالاتو يو مهم متحد بلل کيږی.
د متحده ايالاتو له دی څخه زيات قهرجنه ستراتيژی کيدای شی چی پاکستان په غوسه کړی، هغه يو محافظه پال مسلمان هيواد چی د اګست له مياشتی را په دی خوا د خپلی خاوری په شمال لويديځ کی د مشکوکو امريکايی توغندی حملو په وړاندی په غوسی سره غبرګون ښکاره کړی دی.
د لوړپوړی امريکايی جنرال، پيترايس سفر په داسی وخت کی دی چی د دوو اتمی ځواکونو پاکستان او هند ترمينځ تاوتريخوالی په بمبی کی د افراطينو د حملو څخه وروسته نور هم تند شو، نوی دهلی د دغو حملو ملامتيا په هغو اسلامی زور پالونکو واچوله چی له پاکستان څخه راځی.
د پاکستان له سفر څخه مخکی د متحده ايالاتو دغه لوړ پوړی پوځی منصبدار چی په افغانستان او عراق کی د امريکايی ځواکونو قوماندانی په غاړه لری، پرون د پخوانی شوروی جمهوريت قرغزستان په پلازمینه بیشکیک کی ؤ، چیرته چی متحده ايالات یوه هوايی پوځی هډه لری، له کومی څخه چی د افغانستان عملياتو ته مرستی رسوی. د روسیی خبری رسنیو د قرغزستان د جمهوری ریاست د نه معرفی شوو سرچينو له خولی تيره اونی رپوت ورکړ چی روسیی له قرغزستان څخه غوښتنه کړی ده د 2 مليارد ډالرو په بدل کی د ماناس هوایی هډه وتړی.
په بيشکيک کي د خپل سفر په پاي کي جنرال پيترايس وويل چي هغه د قرغزستان له چارواکو څخه ډاډ لاس ته راوړ چي دغه هډه به نه تړل کيږي.
هغه ېادونه وکړه، متحده ايالاتو د ازبکستان، قزاقستان او روسيي له لاري په افغانستان کي د امريکايي سرتيرو لپاره د وسايلو او تجهيزاتو د ليږدولو موافقي ډاډ مني کړي دي.
پيترايس چي په عراق کي د ۳۰ زرو امريکايي عسکرو سره د سنيانو د بغاوت په کرارولو سره يي شهرت پيدا کړي په افغانستان کي د شخړي د حل لپاره په همدي مياشت کي يي د يو سيمه ايز اقدام لپاره غږ وکړ، هغه يو اقدام چي پاکستان هم په کي شامل وی او احتمالا د متحده ايالاتو دښمن هيواد، ايران هم.