جنايي پوليس:د جرمني کورني امنيت ته ۴۰۰ تنه ګواښ پيښوي
۱۳۸۹ شهریور ۱۴, یکشنبههغه زیاته کړې «موږ داسي فکرکوو چي دا هغه کسان دي چي د سياسي انګيزو له امله په سترو جزايي اعمالولاس پوري کولايسي».
د نوموړي په خبره ۲۷۸تنه ددوﺉ ملاتړ کونکي اونورمهم کسان دي چي د هغو په ډله کي يي مخکښان هم شامل دي چي پخپله هيڅ ظاهريږي نه .
څيرکه ويلي سربيره پردي د المان امنيتي چارواکو ته،د افغانستان او پاکستان د ګډي پولي سيمي ته د زورلارو تګ راتګ ډير سرخوږی پيدا کوي.
د جنايي پوليسو مشر وايي چي د۷۰ کسو تروريستانو په برخه کي معلومات لرو چي دا اوس د تروريستانود روزلو په کمپونوکي پوځ ته ورته روزل سويدي.
ده زیاته کړېده: د هغو له جملي څڅه ۴۰ کسو د افغانستان په جګړو کي د جګړې کولو تجربه هم کړيده او د ۲۰۰۹ کال د پيل راهيسي امنيتي چارواکي پدې بريالي سوي چي د۲۶ کسو زور زياتي ته چمتو کسانو د سفر مخنوی وکړي.
د المان د جنايي پوليسو د مشر د وينا له مخه د القاعدې شبکي مخکښان نور ددې وړتيا نلري چي د ۲۰۰۱کال د سپتمبر د۱۱نيټي د نيويارک په شان بريدونه وکړي. ځکه چي د تعقيب تر فشارلاندي دي.
خود هغه په نظر په يمن، د افريقا په شمال، سعودي عربستان، سوماليې اوعراق کي ددي تروريستي شبکي څانګي ډيري خطرناکه دي.
څيرکه د ارقامو د زيرمو له مخه چي د مارچ په مياشت کي د جرمني د اساسي قانون د قضا لخوا ځني اخيستل سويدي وايي چي د تروريستانو په وړاندي ساتلو کي په المان کي ډيري خاليګاوي سته.
آژانسونه/ رحيله اميري
کتونکی: نجيب الله زيارمل