1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمنی ليکوال گونتر گراس د ۸۷ کالو په عمر مړ شو

کورنيلا رابرڅ۱۳۹۴ فروردین ۲۴, دوشنبه

د نوبل جایزې گټونکي جرمنۍ لیکوال په خپل ژوند کې ډیر کار وکړ. گونتر گراس د يو شمېر کسانو له خوا د داسي یوه جرمني په توگه چې د اخلاقو مرجع او د يو شمېر له خوا بیا د یوه دومخې کس په توگه پیژندل کېدی.

https://p.dw.com/p/1F6yc
انځور: picture alliance/Keystone

گونتر گراس د اپریل میاشتې پر ۱۳مه نیټه د جرمني په لوبیک ښار کې مړ شو. د هغه د لوړو او ژورو ډک ژوند د ۱۹۲۷ کال د اکتوبر مياشتي پر ۱۶مه نیټه پیل شو. د گراس پلار په دانڅيگ ښار کې یو دوکان لاره. خو د هغه پیریدونکي دومره زاړه ول چې ډیر وخت به نه توانیدل چي پیسې ورکړي. دغه کاتولیکه کورنۍ په یوه واړه کور کې اوسیدل.

د گونتر گراس بیوگرافي لیکونکی میخایل یورگس، د هغه د ماشوموالي په اړه لیکي: «هغه د مقدسي ورځي او هیتلر تر منځ ژوند کاوه.» گراس په ۱۷ کلنۍ کې د «هتلر د ځوانانو» د غړي په توگه د دوهمې نړیوالې جگړې شاهد وو. وروسته بیا هغه د نازیانو د ځانگړو قواوو له یوې ډلي سره چې «اس اس قوه» نومیده یوځای شو. گراس څو لسیزي وروسته وتوانید چې د تيرو حالاتو په اړه په واضیح توگه خبري وکړي چې بیا وروسته د جنجالونو لامل هم شو. کله چې گراس ماشوم او نوی ځوان وو نو ډیر تمرکز يې پر دې وو چې څرنگه له جگړې ژوندی ووځي.

د کتاب لیکلول پیل

۱۹۵۲: فدرال آلمان لا هم ځوان وو. په دغو کلونو کې گراس له هنر سره ډیره لیوالتیا لرله. هغه مجسمې او گرافیکه طراحی ولوستله، د جاز موسیقي له یوې ډلي سره یوځای شو او ډیر سفرونه يې وکړل. په ۱۹۵۶م کال کې هغه په پاریس کې مستقر شو او له خپلې میرمني سره یې ژوند پیل کړ.

په همدې ځای کې د یوه فوق العاده لیکوال په توگه د گراس ژوند پیل شو. گراس په ۱۹۵۹م کال کې خپل لومړی داستان ولیکه. دغه کتاب په څو ژبو وژباړل شو او بیا یې پر اساس یو سېنمایي فلم هم جوړ شو. تر دې نیټې څلور لسیزي وروسته بیا گراس ته د ادبیاتو په برخه کې نوبل جایزه ورکړه شوه.

له کاره ډک

گونتر گراس ډرامې، شعرونه او تخیلي داستانونه ولیکل. د هغه د کارونو نوملړ ډیر اوږد دی. د هغه ډیر کارونه له سیاسي او ټولنیزو مسایلو سره تړلي ول.

د یوه جرمني په توگه د آلمان او پولند تر منځ تفاهم د گراس له پاره ډیر مهم وو. که څه هم یو شمیر کسان وایي چې د گراس داستانونه له سیاسي لحاظه ډیر درانه ول، خو ډیر شمیر بیا د هغه لیکني د پولند او جرمني تر منځ د بحثونو په پيلولو کې ډیر مهم بولي.

اخلاقیات او سیاست

گرونته گراس د ډیرو استعداونو خاوند هنرمند وو. هغه داستانونه لیکل، شعرونه یې ویل، مجسمې یې جوړولې او د کتابونو پوښونه او نور محصولات یې دیزاینول. یو شمیر کسان دغه هنرمند د اخلاقیاتو صلاحیت لرونکی بولي خو یو شمیر نور يې بیا رادیکاله چپي گڼي. هغوی ادعا کوي چې د هغه نظریات سبب شول چې ملت سره وویشل شي.

له ۱۹۶۱م کال راهیسې هغه خپل ډیر وخت د جرمني د سوسیال دیموکرات گوند یا SPD ته ورکړ. خو د دې گوند غړی نه وو. په ۱۹۶۹م کال کې هغه په ټاکنیزو کمپاینونو کې د ویلي برانت ملاتړ وکړ. هغه بيا وروسته په سوسیال دیموکرات گوند کې شامل شو، خو څو کاله وروسته بیرته له هغه څخه ووت.

گراس تر د یوه منتقد څارونکي او داسې خپلواک چپي په توگه پاته شو چې له خپل موقف څخه په استفادې سره یې د سیاسي چارو په اړه نظرونه ورکول. هغه د کوردانو د ایستلو، بشري حقونو، له گواښ سره مخامخو لیکوالانو او د جگړو پر ضد خبري وکړې.

په ۲۰۰۶م کال کې هغه پر دې خبره اعتراف وکړ چې د دوهمې نړیوالې جگړې پر مهال په خپله دی هم ډېر بیگناه نه وو. د نازیانو په ځانگړو ځواکونو کې د هغه عضویت چې په بیوگرافي کې یې راغلی وو هم په جرمني او هم نړیواله کچه بحثونه راوپارول. تر دې بحثونو وروسته یو شمیر کسانو هغه ته د دومخي کس خطاب وکړ.

یو بحث پاروونکی شعر

گراس په ۲۰۱۲م کال کې یو متن چې عنوان يې «څه باید وشي» وو خپور کړ. هغه دغه متن شعر باله او پکښې پر اسرائیلو باندي نیوکې شوې وې. گراس د اسرائیلو له خوا پر ایران باندي له یوه اتومي برید څخه گواښ کړی وو.

هغه اسرائیلو، د دغه هیواد اتومې وسلې او د اشغال پالیسي نړۍ ته یو گواښ بللی وو. د دغې لیکني له کبله په اسرائیلو کې پر گراس باندي نیوکې وشې او هغه د یهودانو پر ضد په تعیض تورن شو.

خو پر دغو ټولو سربیره، گراس د ځوانو لیکوالو له پاره تل د یوه نمونه لیکوال په توگه وو. لیکوال اوې تیلمپ، گراس «په جرمني ادبیاتو کې گراس یو ډیر قوي ځواک» گڼي.