جرمني 2500 کډوالي کورنۍ قبلوي
۱۳۸۷ بهمن ۱۸, جمعهنوموړي د مسيحي دموکرات گوند له سياستوال ولفگانگ بوسبخ سره يو ځای سوريې او اردون ته سفر کړی و چيري چې د بيا مېشتېدنې کانديدان اوسمهال د UNHCR د همکارانو لخوا او د آلمان د کډوالۍ د فدرالې ادارې له لوري غوره کيږي.
«د دغو کډوالو له ډلې څخه د اروپايي ټولنې د شرطونو له مخې UNHCR هغه کډوال غوره کوي چې بيا آلمان ته استول کيږي. هغه بيا د آلمان د کډوالۍ په اداره کې کنتروليږي او بيا په سيمه کې د کارکوونکو له خوا مرکو ته بلل کيږي. تر څو وکتل شي چې ورته څومره گواښ متوجه دی، دوی په شخصي توگه څومره ژوبل دي او دا چې په آلمان کې د ادغام او ورگډېدو امکانات يې څنگه دي.»
آلمان ته په تېره بيا عيسويان، د روحي مشکلاتو لرونکي ناروغان، د شکنجې قربانيان او کونډې ښځې له خپلو ماشومانو سره يو ځای راځي. عيسويان په عراق کې د لاشېت او بوسبخ په وينا د حاکم وضعيت له امله ډېر کړيږي. په داسې حال کې چې د سنيانو او شعيه گانو دپاره امنيتي ساحې شته، خو عيسويانو پورې خبره صدق نه کوي.
ښاغلی لاشېت په دې اړه وايي:«د 2008 کال په سپتامبر کې بيا په موسول کې په عيسويانو باندې ظلمونه وشول چې له امله يې بيا د کډوالو يوه څپه رامنځته شوه، ځکه نو عيسويان په دغو کډوالو کې تر ټولو لويه برخه تشکيلوي.»
د عراق کالدېيک عيسويان چې کتوليکانو ته ورته دي به د آلمان په هغو ښارونو کې ځای پر ځای شي چيري چې د دغې مشرقي کليسا پيروان شته. د آلمان د کورنيو چارو وزير ولفگانگ شويبله په لومړي سر کې غوښتل چې يوازې عيسويان په آلمان کې ومني. خو اوس دغه وزارت وايي چې ديني تړاو د ردونې سبب نه گرځي.
خپلمنځي جگړو او سياسي تعقيب په مليونو عراقيان دې ته اړ کړي دي چې خپل هېواد پرېږدي. د اټکل له مخې يو نيم تر دوو مليونو پورې عراقي کډوال د سختو شرايطو لاندې په گاونډيو هېوادونو سوريې او اردون کې ژوند کوي. دوه مياشتې وړاندې اروپايي ټولنې بالاخره پرېکړه وکړه چې لس زره سخت اړمنو کسانو ته اجازه ورکړي چې د اروپايي ټولنې غړيو هېوادونو ته راشي. آلمان په همدې ترڅ کې تقريبا دوه نيم زره کډوالو ته ځای او سرپناه ورکوي.