1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني په ډير مشکل سره يو پراتم فاينل ته راووتی

۱۳۸۹ تیر ۳, پنجشنبه

د جنوبي افريقا د فټبال د نړيوالي اتلولۍFIFA دديرلسمي ورځي د CاوDد گروپ څخه انگلستان سلوانيې ته 1پر صفر ، امريکا الجزاير ته 1پر صفر ،اسټراليا صربستان ته 2پر 1 ، او جرمني گانا ته 1پر صفر ماته ورکړه

https://p.dw.com/p/O1M6
انځور: AP

ددغي ورځي دC دگروپ څخه اولي دواړي مسابقې چه پر يوه وخت تر سره سوې ،ډيري هيجاني وې ، ځکه چه ټولو ټيمو مساوي چانسونه درلودل ، او هر يوه کولای سوای چه يو پر اتم فاينل ته راووزي . خو دغه حالت تر تفريح وروسته او په دوهم ميدان کښي پای ته ورسيدی .

انگلستان په 22 دقيقه کښي سلوانيې ته او د امريکا متحده ايالاتو په وروستيو دقيقو ، يعني 92 دقيقه کښي وکولای سول الجزاير ته يو گول ورکي ، او مسابقې په خپله گټه وڅرخوي .

WM Südafrika 2010 Ghana vs Deutschland Flash-Galerie
انځور: AP

انگليسانو ددوونورو تيرو مسابقو په مقايسه دا پلا ډيره ښه او تخنيکي بازي کوله ، او ټرينر فابيو کاپيلو يې په دې ډير خوشاله دی ، چي بيرته يې ټيم په بازي کښي ورگډ سو . ددغه ټيم يو وتلي فټبالر جرماين ډيفوی وايي ،

« موږ مسابقه وگټله ،او اوس به په نورو کښي هم شرکت وکو . دا ډير ښه کار وسو . زه پوهيږم چي زموږ د ټيم طرفداران ډير خوابدي وه . دوی زموږ دوو مخکينيو بازيانو ډير مايوسه کړي وه . ځکه نوزه اوس ډير خوشاله يم چي ننی مسابقه مو وگټله . »

سلوانيايان که څه هم د مسابقې په بايللو باندي مايوسه وه ، خو ټرينر ماچيس کېک يې په دې ډير خوشاله دی ، چه ځوانانو يې ډير څه پلاس راوړي دي . دوی تر پايه دوهمي مسابقې يعني د امريکا او الجزاير مسابقې ته هم منتظر وه ، چه که امريکا بايللې وای ، نو بيا هم سلوانيه يو پر اتم فاينل ته راوتل . خو امريکا په 92 دقيقه کښي الجزايرانو ته گول ورکی ، او په دې ډول د سلوانيې چانس ختم او اوس امريکا يو پر اتم فاينل ته راووتل .

WM Südafrika 2010 Serbien vs Australien Flash-Galerie
انځور: AP

ددغي ورځي د دوهمي دورې مسابقې بياچي د جرمني گانا او اسټراليا صربستان تر منځ تر سره سوې ، جرمني او اسټراليا وگټلې ، خو يو پر اتم فاينل ته بيا جرمني اوگانا راووتل ، ځکه گانا تر اسټراليا ډيري نمرې لري .

دغه دواړه مسابقې ډيري جالبي وې . د جرمني او گانا تر منځ مسابقه کښي که څه هم گانا پر ميدان حاکمه وه ، خو ډير چانسونه يې د لاسه ورکړل ، اوويې نسوای کولای ، چه هغه په گول تبديل کي . بيا د جرمني د ټيم څخه اوزيل قېدېرا د 83000 تماشاچيانو په مخکي په 60دقيقه کښي گول ولگوی ، او مسابقه تر پايه پوري پر همدغه 1پر صفرد جرمني په گټه پای ته ورسيده .

WM Südafrika 2010 Ghana vs Deutschland Flash-Galerie
انځور: AP

ددوهمي دورې په بله مسابقه کښي چي بيا د اسټراليااو صربستان تر منځ تر سره سوه ،د اسټرالياد ملي ټيم څخه ټيم کېهيل په 69 دقيقه کښي ،او په 71دقيقه کښي بريټ من دوهم گول ولگوی . خو بيا د صربستان د ملي ټيم څخه مارکو پانتيليچ په 84 دقيقه کښي اسټراليايانو ته گول ورکی . خو دغه گولونه ددواړو ټيمو دپاره کفايت ونکی ، چه يو پر اتم فاينل ته راووزي .

په يو پر اتم فاينل کښي به جرمني د انگلستان او گانا د امريکا سره مخامخ سي .

WM Südafrika 2010 Serbien vs Australien Flash-Galerie
انځور: AP

نن به بيا د فټبال په نړيواله اتلولي کښي جاپان د ډنمارک،هاليند د کامرون ، سلواکيه د ايټاليا او پاراگوای د نيوزيلنډ په مقابل کي يو دبل سره مخامخ سي ، او موږ به بياهم ډير په زړه پوري او تازه رپوټونه درکو.

کريپيلا/محمد قاسم نوري

کتونکی : فضلي