جرمني: يو افغان مهاجر په چړو وهل سوی او وژل سوی دی
۱۳۹۶ دی ۱۳, چهارشنبهاعلان
د هېسن ایالت د مرکز ویسباډن د پولیسو یوه ویاند وویل چي دغه افغان د هاترسهایم ښار د مهاجرو په یوه کمپ کي په تاوتریخوالي کي وژل سوی دی.
پولیسو زياته کړې ده، کله چي دوی کمپ ته ورورسیدل، نو دغه افغان بې سده پر مځکه باندي لویدلی وو. خو پر عاجلو طبي هڅو او مصنوعي ساه ورکولو سربیره هغه سا ورکړې. ویل کیږي چي دی څو ځایه په چاړه وهل سوی وو.
پولیسو یو ۲۶ کلن شکمن سوریايي چي گومان کیږي دغه افغان یې په چاړه وهلی وي، نیولی دی. هغه به همدا نن چهارشنبه لا محکمې ته معرفي او د بندي کیدو امر به یې صادر سي.
د مهاجرو په کمپونو کي اکثره وختونه تاوتريخوالی رامنځ ته کيږي، خو داچي یو څوک دي ووژل سي، ډیر لږ لیدل سوي دي.
زموږ له ارښیف څخه(30.12.2017)