جرمني غواړي نور ډیر رد سوي افغانان اخراج کړي
۱۳۹۷ مرداد ۱۵, دوشنبهد آلمان د کورنیو چارو وزارت معين هلموت ټایشمن آلمانۍ ورځپاڼي «بیلډ ام زونټاگ» ته ویلي دي، چي موږ ټولو ایالتونو ته ددې څخه خبر ورکړی دی، چي نور نه یوازي مجرمین، خطرناک او یا د غلط هویت کسان اخراجیدلای سي، بلکه ټوله هغه افغانان چي باید د جرمني څخه ووزي او نور د پاته کیدو اجازه او اقامه نلري. دده په خبره ، هدف دادی، چي افغانستان ته د بیرته لیږلو تعداد په ښکاره ډول سره لوړکړو. ټایشمن اضافه کوي،چي «فعلأ په جرمني کي ۱۶۲۳۶ افغانان مکلف دي ،چي د جرمني څخه ووزي. ۱۲۱۶۹ بیا مؤقتي اقامه لري.»
د کورنیو چارو د وزارت په حواله په سږعیسوي کال کي تر اوسه پوري په شپږو طیارو کي مجموعاً ۱۴۸ افغانان اخراج سوي دي. په ۲۰۱۷ م کال کي بیا د اخراج سوو افغانانو تعداد ۱۲۱ کسان ؤ.
د همدې عیسوي کال د جولای میاشتي په سر کي جرمني په یوه طیاره کي مجموعأ ۶۹ رد سوي افغانان اخراج کړل، چي تر اوسه پوري يې سارئ نه لیدل کیدئ.
دبشر د حقوقو سازمانونو لکه مهاجر پلوه سازمان - Pro Asyl، پردې باندی انتقاد کړی دی، چي په کابل کي د جرمني پر سفارت باندي تر یوې سختي حملې وروسته ،کوم چي جرمني خپل ځان مکلف کړی ؤ، یوازي مجرمین، ترهگري اعمالو ته مایل کسان او د غلط هویت کسان اخراجوي، پدې ډول سره نو نور اعتبار نلري. خو د افغانانو اخراج د افغانستان د امنیتي وضعیت د کبله ډیر شخړه ایز دی، ځکه کیدلای سي هلته امنیتي وضعیت په ډیري چټکۍ سره خراب سي. طالبان د سولي خبري او د حکومت د اوربند پیشنهادونه ردوي او پر حکومتي قواوو باندي خپلو حملو ته شدت ورکوي.
پرورته موضوع یو انځوریز البوم:( 14.09.2017 )