1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني ته بيرته ډير افغاني مهاجرين راغلي دي

۱۳۸۸ تیر ۲۴, چهارشنبه

دهمدې روان ميلادي کال په لمړيو شپږو مياشتو کي په آلمان کي دسياسي پناه غوښتونکو په شمير کي دتير کال په پرتله بيخي ډير زياتوالی راغلی دی ...

https://p.dw.com/p/IplJ
په جرمني کښي يوه عراقۍ پناهنده کورنۍ
په جرمني کښي يوه عراقۍ پناهنده کورنۍانځور: picture-alliance/dpa

د2009 ميلادي کال دجنورۍ دمياشتي څخه دجون دمياشتي تر پايه پوري په جرمني کي 12454 کسانو دسياسي پناه غوښتنه کړيده ،چي په دغه شمير کي ډير افغانان هم شامل دي . که په آلمان کي دسياسي پناه غوښتونکو دغه شمير دتير کال دلمړيو شپږو مياشتو سره پرتله شي ، نو په سلو کي 13.1 زياتوالي پکښي ليدل کيږي . دغه خبر دآلمان دننه دچارو دوزارت له خوا دتيري سه شنبې په ورځ په برلين کي خپور شوی دی .

په خبر کي ويل شوي دي چي د 2008 ميلادي کال په لمړيو6 مياشتو کي يوازي 220 افغانانو په جرمني کي دسياسي پناه غوښتنه کړي وه ،خو د 2009 ميلادي کال په لمړيو شپږو مياشتو کي دافغاني پناه غوښتونکو شمير په آلمان کي 1120 کسانو ته رسيږي .

همداشان له عراقه څخه هم ډير کسان جرمني ته راغلي او دلته يي دسياسي پناه غوښتنه کړيده . په آلمان کي له عراقه څخه دراغلو پناه غوښتونکو شمير دروان ميلادي کال په لمړيو شپږو مياشتو کي 3168 ته رسيږي . چي په دي ډول په دغه موده کي جرمني ته دراغلو سياسي پناه غوښتونکو په کتار کي هر څلورم پناه غوښتونکي دعراق دجګړه ځپلي او دترهګرۍ په مصيبت اخته هيواد څخه راځي . د 2007 ميلادي کال راهيسي تر اوسه جرمني 13000 عراقي پناه غوښتونکي منلي دي چي په دغه ډله کي ډيرعراقي مسيحيان شامل دي .

تر عراق او افغانستان وروسته په آلمان کي دترکيې څخه راغلي سياسي پناه غوښتونکي په دريم کتار کي راځي . او د2009 ميلادي کال دجنوري دمياشتي څخه ترجونه پوري 722 کسه له دغه هيواد ه څخه جرمني ته راغلي او دلته يي سياسي پناه غوښتي ده .

په همدي موده کي له کوزوو څخه 682 ، له ويتنامه څخه 670 ، دروسيي له فدراسيونه څخه 399 ، دسوريي څخه 397 ، اودايران څخه 369 کسانو په آلمان کي دسياسي پناه غوښتنه کړي .

دآلمان دننه دچارو وزارت ، دملګرو ملتونو دټولني دپناغوښتونکواود مهاجرينو دعالي کميشنرۍ دخولې څخه وايي چي دلويديځو هيوادونو په کتار کي آلمان ټر ټولو زيات مهاجر دجګړه ځپلو او بحران ځپلو سيمو څخه منلي دي .

Schwere Zeiten für Flüchtlinge in Italien auf Lampedusa
انځور: picture-alliance/dpa

په رپوټ کي داهم ويل شوي دي چي په جرمني کي څه نه څه دهرو درو سياسي پناه غوښتونکو له جملي څخه يو منل شوی دی . دروان ميلادي کال په لمړيوشپږو مياشتو کي د جرمني دسياسي پناه غوښتونکو او دمهاجرينو دچارو دادارې لخوا د14055 دسياسي پناه غوښتلو دفقرو په هکله پريکړي شوي دي، چي ددغه فقرو له جملې څخه په سلو کي د 31 يا 4381 کسانو سياسي پناه منل سوې ده . همداشان 674 نورو کسانو په برخه کي داپريکړه شوې چي که ددوی سياسي پناه منل شوې هم نده، خو بياهم کولای سي په جرمني کي پاته شي .دوی دهغه کسانو په ډله کي راځي چي پخپل هيواد کي په امن کي ندي .

د 5210 کسانود سياسي پناه غوښتنه رد شوې ده . ديو شمير نورو فقرو په هکله بل ډول پريکړي شوي دي .

دروان ميلادي کال دجون تر مياشتي پوري څه نه څه 20000 نور کسان چي په جرمني کي يې دسياسي پناه غوښتن ليکونه وړاندي کړي دي، دانتظار په حالت کي ژوند کوي .

dpa / فضلي

کتونکي : محمد قاسم نوري