1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: ایا یوه ډوډۍ به ډیر ژر ۱۰ یورو ته پورته سي؟

۱۴۰۱ شهریور ۲۶, شنبه

پر ګازو او برق باندي ډیري پيسې ورکول د نانوایانو له پاره نوې خبره نه ده. خو د انرژۍ اوسنی لوړي بیي د ډیرو څانګو، هغې جملې ډوډۍ پخوونکو له پاره نور د تادیې وړ نه دي.

https://p.dw.com/p/4H0gE
Symbolbild Brot Brotregal Bäckerei
انځور: Mohssen Assanimoghaddam/dpa/picture alliance

رنګارنګ کوچنۍ او لويي ډوډۍ، کلچې او کیکان هغه شیان دي، چي نانویان او قنادان یې په شا کي پخوي، خو په مخکي یې عرضه کوي او خرڅوي. دغه خبره د شټوټګارت له ښار څخه قناد، توبیاس پلتس کوي، چي فامیل یې په عنعنوي ډول سره د ۱۸۹۰ م کال راهیسي دغه کسب ته دوام ورکړی دی. پروسږکال یې خپله بیکري کامله سره واړول، الماریاني او ویترینونه یې ټوله ورنوي او ډیري پیسې یې پکښي مصرف کړې. خو اوس هغه پدې باندي نه پوهیږي، چي خپل کاروبار ته به د اقتصادي لحاظه څنګه ادامه ورکوي؟ هغه تر اوسه پوری د ګازو د یوه کیلوواټ دپاره لس سنته ورکولې، خو په تیر اګست میاشت کي ورته د ګازو د شرکت څخه یو خط راغی. په خط کي راغلي وه، چي باید اوس د یوه کیلوواټ ګازو دپاره ۳۵ سنته تادیه کړي.

توبیاس په فیسبوک او انستاګرام کي ولیکل، چي دا خبره زه ځکه ستاسي سره شریکوم، تر څو تاسي ددې سره تفاهم ولری، چي موږ مجبوره یو قیمتونه هم پورته کړو. هغه د ګازو د شرکت د نوي دغه خبر یو عکس هم ورسره خپور کړی دی.

Hannover Demonstration Bäcker Handwerk Energie Sparen
انځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture alliance/dpa

یوه کوچنۍ ډوډۍ په پنځه یورو

داشونه طبعأ بیله انرژۍ څخه کار نسي کولای، خو څنګه کیدلای سي، یو نانوای او قناد دغه لوړ قیموتونه تادیه کړي؟ ایا د ډوډۍ بیي د انرژي د بیي مطابق لوړي کړي؟ یوه کوچنی ډوډۍ په پنځه یا لس یورو ورکړي؟ څه وکړي؟ د هغوی په خبره به مستهلکین او رانیونکي ورسره دا ونه مني او کیدلای سی، نور یې د هغوی څخه را نه نیسي او په کورونو کي یې پخه کړي. ځکه نو د نانویانو اتحادیه ددې څخه خبرداری ورکوي، چي که د هغوی سره دولتي مالي کومک ونسي، نو به ډیري نانویانی سقوط وکړي.

څوک باید دغه لوړ قیموتونه ورکړي؟

د لاسی صنایعو د اتحادیې رئیس، هانس پیتر وُلزایفر د یوې المانۍ ورځپاڼي سره په مرکه کي ویلی دي، چي«هره ورځ ورته د نانوایانو اوبیکریو څخه عاجل تلیفونونه راځي او وايي ،چي ډیر ژر به سقوط وکړي او خپل کار وبار به له لاسه ورکړي. ځکه چي دوی نسي کولای د انرژۍ لوړي بیې پر خپلو مشتریانو باندي ورواچوي».

وُلزایفر همدارنګه وايي، چي د نانویانو او بیکریو سقوط او ورشکستګي د کرونا وبا تر هغه اصلي وخت هم ډیره خرابه ده. د جرمني د صنایعو اتحادیې د یوې نظر پوښتني پراساس یو پر دریمه صنعتي شرکتونه د افلاس او ډیوالیتوب سره مخامخ دي.