جرمني او ارجنټين په يو پراتم فاينل کښي ډير ښه وځليدل
۱۳۸۹ تیر ۷, دوشنبهنن د جنوبي افريقا د نړيوالي اتلولۍ په اوله مسابقه کښي دوه مساوي ټيمونه ،يعني جرمني اوانگلستان يو دبل سره مخامخ سول ، خو د جرمني ملي ټيم ډیر ژر پر ميدان حاکم سو ، تخنيکي بازي يې شروع کړه ،او ژر يې ثمره هم وليدل . په 20 دقيقه کښي د جرمني د ټيم فارورډ ميروسلاف کلوزه په خپلو اوږدو پښو سره ددوو انگليسانو څخه بال تير او گول يې ولگوی .
په 32 دقيقه کښي بيا دسميع قېدېرا او توماس مويلر ښه پاس ، پودولسکي په گول تبديل کی ، او دا هم پداسي حال کښي چي بال يې دقيق شوټ هم نکی . پودولسکي وايي ،
«طبعأ يو څه بخت هم پکار دی ، خو بال په گول کښي دننه ؤ ، او دا ښه سو »
اوس نو جرمنيانو ميدان په خپل لاس کښي درلودی ، انگليسانو وارخطا بازي کوله ، او د سمولو دپاره يې هم کمه مفکوره نه درلوده . تر هغو چي په 37 دقيقه کښي يو اوږد شوټ ماتيو اَپسن په سر سره گول کی ، او مسابقه 2پر 1 سول . خو تر تفريح پوري کيدای سوای چي ميچ 2پر 2 مساوي سوی وای ، ځکه چي د فرانک لم پارد بال گول ته لږ ورننوتلی ؤ، خو ريفړي هغه ونه ليدی ، او مسابقه تر تفريح پوري همداسي 2پر 1 پاته سول .
په دوهم ميدان کښي انگليسانو خپل فشار زيادکی ، تر دې حده پوري چي جرمنيان په مشکل سره تر خپلي خوا راوتلای سوای . بازي تقريبأ 20 دقيقې د جرمنيانو د گول مخته روانه وه ، خو بيا وروسته جرمنيان د انگليسانو ددفاع د خلأ څخه ورتير او دريم گول يې ولگوی .
3 دقيقې وروسته په 70 دقيقه کښي د ښه پاس تر ورکولو وروسته توماس مويلر څلرم گول هم ولگاوه . دی پخپله وايي ،
« زه پر 3پر 1 گول سره لا ډير طالع من وم . گولکيپر اټکل وکی ، چي زه به کمي خواته گول لگوم ، خو ما پر بله او ښه خوا گول ورکی . د گول مخته بايد سړی آرام وي ، او نن زما سره طبعأ بخت هم ياري وکړه . آخري گول دمِسعود اُوڅيل د خوا ډير ښه آماده سوی ؤ ، او ما بايد يوازي وردننه کړی وای . »
وروسته په ميدان کښي ډيري هيجاني صحنې رامنځته نسوې . انگليسان په حقيقت کښي تسليم وه ، او جرمنيانو هم فقط وخت تيراوه .
مسابقه پر همدې 4پر 1 د جرمنيانو په گټه پای ته ورسيدل .
ددغه ټيم يو بل فارورډ باستيان شواين سټايگر که څه هم ډير ستړی ؤ ، خو بيا ډير راضي دی ، اووايي ،
« زه په خپل ټيم ډير وياړم . هغه څه چه موږ نن په 90 دقيقو کښي پلاس راوړل ، ډير عالي وه . موږ ټولو په گډه سره کار وکی . موږ د تاکتيکي لحاظه هم ډيره ښه بازي وکړه . طبعأ موږ ډير بخت هم درلودی . خو موږ هميشه پر مقابلي خوا باندي ډيري ښې حملې کولې »
ددغه ټيم ټرينر هم په عين عقيده دی ،اووايي ،
«زموږ ځوانانو ډير ښه فعاليت او استعداد ښکاره کی، دداسي يوه ټيم په مقابل کي، لکه انگلستان چه په فټبال کښي ډيري تجربې لري ، دا ډيره عالي بازي وه ، او ډيره په ليدو ارزيدله . »
اوس نو جرمني يو پرڅلرم فاينل ته راووتی ، او بل شنبه به د ارجنټين سره مخامخ سي .
ددغي ورځي ديو پر اتم فاينل په دوهمه مسابقه کښي چي بيا د ارجنټين اومکسيکو تر منځ تر سره سوه، د ارجنټين په گټه تمامه سوه .
د ارجنټين ملي ټيم هغه وخت ډير جرأت پيدا کی ، کله چي په 26 دقيقه کښي افسايډگول د ريفړي د غلطي فيصلې له کبله ومنل ، او پر گول حساب سو . مکسيکويان مايوسه او برعکس ارجنټينيان پر ميدان حاکم سول .
په 33دقيقه کښي کونڅالو مکسيکو ته يو بل گول ورکی ، او تر تفريح وروسته په دوهم ميدان کښي وتلي فټبالر ليونل مسي په 52دقيقه کښي مکسيکو ته بل گول ورکی . خو په 71 دقيقه کښي بيا مکسيکويانو ارجنټين ته گول ورکی ، او مسابقه پر همدغه 3پر 1 د ارجنټين په گټه پای ته ورسيدل .
نن به په يو پر اتم فاينل کښي هالينډ د سلواکيې او برازيل د چيلي په مقابل کي يو دبل سره مخامخ سي ، او موږ به بياهم ډير په زړه پوري او تازه رپوټونه درکو .
اندرياس /محمد قاسم نوري
کتونکی : فضلي