1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د بيان آزادياروپا

جرمني: ائیتلافي گوندونه تر یوه کال حکومت وروسته اکثریت نلري

۱۴۰۱ آذر ۱۳, یکشنبه

د جرمني د ائیتلافي حکومت تر جوړیدو یو کال وروسته هغوی په ښکاره ډول سره په خلکو کي محبوبیت له لاسه ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4KS2f
Berlin | Sitzung des Deutschen Bundestages | Christian Lindner | Robert Habeck | Olaf Scholz
انځور: Florian Gaertner/photothek/picture alliance

په هغه نظرپوښتنه کي چي د انزا-Insa انستیتوت له خوا د المانۍ ورځپاڼي ،«بیلډ» په فرمایش تر سره سوې ده، سوسیال ډیموکراټان، لیبرالان او زرغونیان په گډه سره  ۴۴ فیصده اخیستي، او په دې سره نور په پارلمان کي اکثریت نه لري. 
تر ټولو ډیر بیا د صدراعظم، اولاف شولڅ د سوسیال ډیموکراټانو حزب ډیري رايي بایللي دي. هغوی په دغه اونۍ کي ۲۰ فیصده رايې اخیستي، چي تر تیري هفتې یو فیصد کم او د ۲۰۲۱ م کال تر پارلماني انتخاباتو شپږ فیصده لږ دي. 

لیبرالان د تیرو پارلماني انتخاباتو په نسبت ثابت پاته او ۷ فیصده لري. په ائیتلافي حکومت کي تر نورو بیا زرغون گوند ډيري رايي وړي دي. هغوی په دغه اونۍ کي ۱۷ فیصده اخیستي، چي که څه هم تر تیري هفتې یو فیصد لږ دی، خو د تیرو پارلماني انتخاباتو په نسبت دوه فیصده ډیر.