1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جان کېري د عراق پر حکومت انتقاد وکړ

دويچه ويله، اژانسونه، احمد ولي اڅکزی۱۳۹۲ فروردین ۵, دوشنبه

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د دې غندنه کړې چي ايراني جيټ الوتکي د عراق په قلمرو کي د الوتنو اجازه لري. د هغه په وينا امريکا اندېښنه لري چي د دغو الوتکو په مرسته سوريې ته وسلې لېږدول کيږي.

https://p.dw.com/p/183bk
انځور: Reuters

جان کېري چي په ناڅاپه سفر عراق ته رسېدلی دی، د عراق پر مشرتابه يې نيوکي کړي دي. نوموړي تور لگولی چي عراق په غېر مستقيمه توگه د سوريې د ريژيم ملاتړ کوي. کېري د لومړي وزير نوري المالکي سره تر خبرو اترو وروسته وويل چي عراقي مشرتابه د عراق په فضايي تحريم کي و ايراني الوتکو ته د الوتنې په اجازه ورکولو سره د بشارالاسد د ريژيم غېر مستقيمه مرسته کوي. امريکايي وزير زياته کړه چي المالکي ته يې دغه خبره په ښکاره توگه کړې ده.

پر ايران باندې چي د سوريې تر ټولو مهم ملگری هيواد دی، شک کيږي چي په ۲۰۱۱ کال په سوريه کي د جگړې د پيل راهيسي دغه هيواد ته وسلې او پوځي مشاورين لېږي.

امريکا د سني مذهبو بريدونو اندېښمنه کړې ده

د امريکا د متحده ايالتونو عسکر د ۲۰۱۱ کال په دسمبر مياشته کي د عراق څخه وتلي ول، خو په دغه هيواد کي امنيتي وضعه لا کړکېچنه ده. د جان کېري د پلاوي استازو دا خبره بربنډه کړې ده چي کېري له عراقي لومړي وزير سره د خبرو پر وخت، د سني مذهبو مسلمانانو پر دوامداره احتجاجونو اندېښنه ښودلې ده. په عراق کي تقريبا هره ورځ خونړۍ چاودنې کيږي چي تر شا يې د سني مذهبو توندلارو ډلو د لاس درلودلو اټکل کيږي.

جان کېري، چي د بهرنيو چارو د وزير په توگه په لومړي ځل د عراق څخه رسمي کتنه کوي، د عراق د لومړي وزير تر څنگ د پارلمان له رئيس عثمان النجفي سره هم ليدلي دي. د دې څخه تر مخه هېلري کلنټن د بهرنيو چارو د وزيري په توگه د وروستي ځل لپاره په ۲۰۰۹ کال کې عراق ته سفر کړی ؤ.

په عراق کې ناکرارۍ دوام لري او وضع لا ترينګلې ده
په عراق کې ناکرارۍ دوام لري او وضع لا ترينګلې دهانځور: Reuters

ايا په عراق کي د امریکا اغېز مخ په کمېدو دی؟

د امريکا متحده ايالات دا اندېښنې لري چي د عراق څخه د امريکايي عسکرو د وتلو وروسته به ايران خپلي هلي ځلي لا گړندۍ کړي چي په سيمه کي خپل اغېز زيات کړي. امريکايي عسکر تقريبا لس کاله تر مخه و عراق ته ور ننوتلي ول او د ۲۰۱۱ کال په دسمبر مياشت کي بېرته وتلي ول. کارپوهان د عراق و دوهمې جگړې ته د امريکا له خوا د تر ټولو لويي ستراتيژيکي تېروتنې په توگه گوري. په عراق کي د امريکايي عسکرو تر وتلو پوري څه باندي ۱۰۰۰۰۰ عراقيان او ۴۵۰۰ امريکايي عسکر وژل سوي ول. دغه جگړه و امريکا ته په ملياردونو ډالرو تمامه سوه. د دې پر ځای چي امريکايان په عراق کي يو ډيموکراټ دولت تر شا پرېږدي، يو بې ثباته او په سياسي توگه ترينگلی هيواد يې شاته پرې ايښی دی.