1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

جان کربي: ایران روسیې ته په سلهاوو بې پيلوټه الوتکي ورکړي

۱۴۰۲ فروردین ۲, چهارشنبه

د سپيني ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همږغی کوونکی وايي، امریکا ډېر شواهد لري چي ښيي د ایران او روسیې ترمنځ د وسلو راکړه ورکړه روانه ده.

https://p.dw.com/p/4P4Ld
د سپيني ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همږغي کوونکي جان کربي
د سپيني ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همږغي کوونکي جان کربيانځور: Susan Walsh/AP/picture alliance

د سپيني ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همږغي کوونکي جان کربي د سې شنبې په ورځ، یوې مطبوعاتي ناستي ته په ټنیګار سره وویل، ایران په سلهاوو بې پيلوټه الوتکي روسيې ته ورکړي دي. 
نوموړی وايي، امریکا خبره ده، چي د روسيې او ایران ترمنځ دفاعي اړیکي موجودي دي او داسي شواهد سته، چي دغه تړون نور هم پیاوړی کیږي او راکړه ورکړه به دوام ولري. 

اړوند: د آلمان پوځ ته بې پيلوټه الوتکي حتمي دي، خو بې وسلو
د کربي په قول، د ایران او روسيې ترمنځ دفاعي او نظامي تړون نه یوازي د اوکراینیانو لپاره د اندېښنې وړ دی، بلکي په ټینګار سره يې وویل چې دا تړون د منځني ختیځ او ایرانیانو لپاره هم د اندېښنې وړ دی، ځکه د ایران دولت کولای سي، چي په روسي وسلو ځان سمبال او د سیمي لپاره ډېر خطرناک و اوسي. 
نوموړي زیاته کړه، روسیه پر دې سربېره، چي له ایران او شمالي کوریا سره د نظامي مرستو ترڅنګ په اوکراین کي د جګړې پرمهال ډېر تاوانونه لیدلي او په لسهاوو زره عسکر يې هم مړه سوي او کیدای سي چې د سلو زرو په شا او خوا کې روسي عسکر ژوبل او د جګړې له میدانه ګوښه سوي وي. 

د متحده ایالاتو هوایی ځواک MQ-9 ریپر ډرون
د متحده ایالاتو هوایی ځواک MQ-9 ریپر ډرونانځور: Lance Cpl. Haley Fourmet Gustavsen/abaca/picture alliance

اړوند: ایران له روسیې جنګي جیټ الوتکې اخلي
کربي وویل: «دا هغه جګړه ده، چي ښاغلي پوټین د خپل هیواد او د هیواد د خزانې په بیه راپیل کړې ده او اوس د نړيوالو مرستو په لټه کي دی. هغه څه چي موږ د ایران او شمالي کوریا په اړه وینو، د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره خبرو ته يې همداسي علاقمندي ده.» 
له دې مطبوعاتي ناستي لږ ترمخه د امریکا د باندنیو چارو وزارت د شتمنیو د مهار کولو دفتر اعلان وکړ، چي په ایران او ترکیه کي يې پر ځینو هغو خلکو او شرکتونو بندیزونه لګولي دي، چي د ایران د بې پيلوټو الوتکو او وسلو د پروګرامونو په سمبالولو کي لاس لري. 

اړوند: روسیه: امریکايي بې پیلوټه الوتکې اوکراین ته معلومات ټولول
د ایران دولت پر اوکراین د روسیې برید څخه وروسته پر دغه هیواد د بې پيلوټو الوتکو خرڅولو خبره ردوي او ادعا کوي، چي یادي بې پیلوټه الوتکي يې پر اوکراین د روسيې له بریده مخکي پر روسيې خرڅي کړي وې. 

ژباړه: محمدابراهیم سپېڅلی

زموږ له ارشیف څخه 

د ساحل په هیوادو د بې پیلوټه طیارو جنگ