تیموشینکو له زندانه روغتون ته ولیږدول شوه
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۰, چهارشنبهد اوکرایني رسینو په حواله تیموشینکو د چهارشنبې په ورځ سهار وختې له زندان څخه روغتون ته لیږدول شوې ده. له تیموشینکو سره یو د عصابو ډاکټر هم مل وو. دغه ډاکټر لوتز هارمز نومیږي چې له برلین څخه د تیموشینکو د درملنې له پاره اکراین ته تللی دﺉ.
د زندان چارواکو په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې تیموشینکو د روغتیا د نړیوال سازمان په غوښتنه له خپل زندان څخه روغتون ته استول شوې ده.
ویل کیږي چې هارمز له تیموشینکو څخه غوښتي دي چې خپل د نه خوړلو اعتصاب پای ته ورسوي او درملنې ته غاړه کیږدي که نه نو له دایمي روغتیایي ستونزو سره به لاس او ګریوان شي.
تیموشینکو له څو میاشتو راهیسي د ملا له سخت درد څخه شکایت کوي خو نه غواړي چې اوکرایني ډاکتران ئې درملنه وکړي. الماني ډاکترانو هغه معاینه کړې ده او ویلي ئې دي چې باید له تیموشینکو څخه ځانگړې ساتنه وشي چې د هغوی په خبره دا کار په زندان کې شونی نه دئ.
تر دې مخکې الماني ډاکترانو وړاندیز کړی وو چې تیموشینکو باید برلین ته د درملنې له پاره راانتقال شوی وای خو اوکرایني چارواکي ټینگار کوي چې د تیموشینکو درملنه باید پخپله اوکراین کې وشي.
تیموشینکو د اپریل په میاشت کې وویل چې د زندان ساتونکو هغه وهلې وه او هغه ئې په زوره د زندان روغتون ته بیولې. تر دې وروسته د تیموشینکو لور وویل چې مور ئې غواړي د نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړي. د زندان چارواکو د تیموشینکو تورونه رد کړي دي.
تیموشینکو په اوه کاله بند محکومه شوې ده. پر هغې باندې تور دئ چې د خپلې واکمنۍ پر مهال ئې له روسیې سره د تیلو داسې قراردادونو تړلي دي چې د اوکراین په ضرر دي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل