تیلو زاراڅین د آلمان له سوسیال ډیموکراټ گوند څخه وایستل سو
۱۳۹۹ مرداد ۱۱, شنبهتیلو زاراڅین په تیره بیا په آلمان کي د مسلمانانو د نقش په اړه د څو جنجالي کتابونو تر خپرولو وروسته او همدارنگه په دغه هیواد کي د مهاجرو په وړاندي د هغه د شخړه ایزو څرگندونو له امله د ډیموکراټو ځواکونو له خوا تر سختو انتقادونو لاندی راغلی وو.
هغه په ۲۰۱۰ کال کي د » آلمان په خپل لاس ځان له منځه وړي« په نامه کتاب په خپرولو سره جنجالونه رامنځته کړل. نوموړي په دغه کتاب کي په آلمان کی د مهاجرو او مسلمانانو د نقش په اړه څرگندونی کړي او ویلی یې دي چي د آلمان دولت د یوه داسی سیاست په نیولو سره خپل له سرنوشت سره لوبي کوي.
تیلو زاراڅین څو نور کتابونه هم په دې اړه خپاره کړي دي. د ډیموکراټ گوند ډیری غړي له کلونو راهیسي په دې باور ول چي د زاراڅین ضد خارجي او ښي اړخه نظریات ددغه گوند له موازینو او ډیموکراسي اصولو سره په ټکر کي دي. خو له گوند څخه د هغه د ایستلو په اړه هلي ځلي د روان کال د جولای تر ۳۱ می پوري ناکامي وې.
اوس د آلمان د سوسیال ډیموکراټ گوند تر ټولی لوړي قضایی ادارې په رسمي ډول له دغه گوند څخه د زاراڅین ایستل اعلان کړل. زاراڅین ددغي پریکړي په وړاندي په خپل لومړني غبرگون کي اعلان وکړ چي دهغې پر ضد به په قانوني ډول اقدام وکړي.
د گوند له حیثیت څخه د دفاع له امله
د آلمان دسوسیال ډیموکراټ گوند د تصمیم نیولو کمیسیون په برلین کي د زاراڅین ایستل اعلان کړل. ددغه گوند د ترټولو لوړي مرجع په څرگندونو کي راغلي چي دغه پریکړه د سوسیال ډیموکراټ گوند له حیثیت څخه د دفاع په اړه رامنځته سوې.
لږ وروسته بیا د سوسیال ډیموکراټ گوند عمومي رئیس لارس کلینگ بایل د یوه تویتري پُست له لاري اعلان وکړ چي » زاراڅین پس له دې د سوسیال ډیموکراټ د گوند غړی نه دی.«
کلینگ بایل زاراڅین ته سپارښتنه وکړه چي د ډیموکراټ گوند پریکړي ته دروناوی وکړي او هغه ومني. خو زاراڅین بیا د سوسیال ډیموکراټ له خوا دغه ډول پریکړه غیرعادلانه بولي او ویلي یې دي چي هغه ځان یو نژاد پرسته او ښي اړخه پوپولیست نه گڼي او له همدې کبله د نوموړي حکم په وړاندي پرته له اعتراض څخه کومه بله لار نه لري.