تړل شوي ښوونځي بیا پرانیستل شول
۱۳۹۱ فروردین ۱۲, شنبهد دوى په خبره په يادي ولسوالۍ کي له تيرو څو کلنو راهيسي د ځينو ستونزو له کبله په يو شمير ليري پرتو کليو کي ځيني ښوونځي تر دې وروستيو پوري هم تړلي پاته ول.
د کندهارد پوهنې رئيس شيراغا ساپی، چي په دغه ولسوالۍ کي د وروستي تړلي ښوونځی د پرانيستلو په مراسمو کي ئې له خبريالانو سره خبري کولې وویل:
«دغه ښوونځى د عبدالله نيکه په نامه ياديږي. د مېل په کلي کي موقيعت لري چي له تيرو څو کالونو راهيسي ئې زده کوونکي په کوڅو کي ګرځېدل. اوس د دې ښوونځی له پاره موږ د ډیرو زده کوونکو نومونه ليکلي دي او لا هڅه کوو چي نور زده کوونکي هم راجذب کړو.»
د شګې د ولسوالۍ د مېل د کلي اوسيدونکو د دغه ښوونځي د پرانيستلو په اړه خوښي څرگنده کړه او ژمنه ئې وکړه چي دوى به خپل اولادونه ياد ښوونځي ته ورليږي چي د زده کړي له لاري خپل هيواد ته خدمت وکړي.
د کليوالو په خبره مخکې به ئې اولادونه د ښوونځي د نستونوالي له امله همداسي په کوڅو او کروندو کي ګرځېدل. د دغه کلي یو اوسیدنکي له المان ږغ سره په مرکه کې وویل: «دا ډير ښه کار وسو چي زموږ اولادونه له کوڅو څخه راوګرځېدل او اوس ورته کتابونه، کتابچې، قلمونه او د قران شريف سې پارې په لاس کې ورکړل سوي دي.»
د مېل د سېمي اوسيدونکي همدارنګه په دغه ولسوالۍ کي د يوې ديني مدرسې د جوړیدو غوښتنه هم کوي. هغوی وایي چي که په کلي کي ئې يوه مدرسه جوړه سي نو اولادونه به ئې مجبور نه وي چې د دیني زده کړو له پاره نورو هیوادونو ته ولاړ سي.
ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: مسعود جهش