1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تيرکال ته لنډه کتنه: کيم، بمونه او ترمپ

۱۳۹۶ دی ۱۱, دوشنبه

د۲۰۱۷م کال د سختي خطرناکي دښمنۍ رښتینی بیلانس: د راکټونو څه د پاسه ۲۰ آزمویني، د بمونو یوه آزموینه او د واشنگتن او پیونگ یانگ ترمنځ سخته لفظي جگړه.

https://p.dw.com/p/2qBR3
Kombi-Bild  Trump und Kim Jong Un
انځور: Reuters/K. Lamarque/KCNA

د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر په توگه د دونالد ترمپ د راتگ پر وخت لا ددې هیله مندي موجوده وه چي له شمالي کوریا سره به د لمسوني پر ځای خبرو اترو ته زمینه برابره سي. وروسته بیا دا هیله هم راپیدا سوه چي په سپینه ماڼۍ کي د هغه په موجودیت کي ښايي د دې امکانات رامنځته سي چي له شمالي کوریا سره په سختي دښمنۍ کې یو څه نرمښت رامنځته سي.

ترمپ د خپلي انتخاباتي مبارزې پروخت ويلي وه چي دی ددې تصور کولای سي چي له کیم جون اون سره شخصي لیدنه کتنه وکړي. خو وروسته هر څه بل ډول سول. ترمپ لا خپل رسمي دفتر ته نه وو ننوتلی چي د جنورۍ پر دریمه نیټه یې د تویتر له لاري اعلان وکړ چي «شمالي کوریا همدا اوس اعلان کړه چي داسي اټومي وسلې ته یې وده ورکړې ده او ژر به جوړ سي چي د امریکا متحدو ایالاتو ځینو برخو ته به هم ورسیدلای سي. خو شمالي کوریا به دا امکان پیدا نه کړي او داسي يو څه به و نه کړل سي.»

د شمالي کوریا له پاره یو ښه کال

خو یوڅه وخت وروسته د اول وار له پاره معلومه سوه چي شمالي کوریا ددغه ډول خبرداریو تر اغیزي لاندي نه راځي. په فبرورۍ مياشت کي شمالي کوریا یو توغندی وآزمویه چي د نورو توغندیو د آزموینو پیل وو. وروسته بیا څه د پاسه شل نور توغندي هم وآزمویل سول چي تر اوسه پوري يې په یوه کال کي د شمیر له اړخه ساری نه درلود. په دغو آزموینو کي د درو  بالستیکي توغنديو او همدارنگه شپږمه اټومی آزموینه هم شامله وه. په همدې اړه د نوامبر مياشتي په پای کي دولتي رسنیو اعلان وکړ چي«اوس نو دغه هیواد خپل اټومی پروگرام په بریالیتوب سره بشپړ کړ.»

د برلین په پوهنتون کي د کوریا په اړه پلټنو له انستیتوت څخه ایریک بالبخ وايي چي «شمالي کوریا به ۲۰۱۷م کال ته په رضایت سره نظر واچوي. دا ځکه چي دغه هیواد په حقیقت کي خپل هغه ستراتیژیک هدف ته ورسیده چي د پیونگ یانگ ولسمشر له لسونو کلنو راهیسي ورباندي کار کړی وو.»

لفظي جگړه

په غیر رسمي ډول د تیرکال په ترڅ کي په لوړه سویه له هیوادونو سره لفظي شخړې موجودي وې. که څه هم شمالي کوریا د جنوبي کوریا او امریکا متحدو ایالاتو په مقابل کي له هیڅ ډول خرابو الفاظو له ویلو څخه ډډه نه ده کړې، خو نوې خبره داده چي دونالد ترمپ هم بالمقابل په سپکو لفضونو جواب ورکړی دی.

د جولای پر څلرمه لا چي په امریکا متحدو ایالاتو کي یوه ملي ورځ او رخصتي ده، شمالي کوریا په اول وار د بین الاقاره یې «بالستیک» توغندی له بریالۍ آزمویني څخه خبر ورکړ. ترمپ یې په جواب کي د تویتر له لاري داسي غبرگون وښود: «شمالي کوریا همدا اوس یو بل توغندی هم وآزمویه، آیا دغه سړی په خپل ژوند کي کوم بل کار نه لري؟»

کیم هم د دولتي رسنیو له لاري په متقابلو بد ویلو جواب ورکوي. پس له دې چی شمالي کوریا د جولای مياشتي په پای کي دوهم بالستیک توغندی وآزمویه د امریکا ولسمشر پیونگ یانگ ته په غیرمستقیم ډول د پوځي تهدید څخه خبرداری ورکړ: که دغه هیواد خپلو لمسونو ته ادامه ورکړي بیا به نو له داسي قهر او عصبانیت څخه کار واخیستل سي چی نړۍ به تر اوسه نه وي لیدلی. د کیم سمدستي جواب: له داسي یوه سړي سره چي عقل یې له لاسه ورکړی وي خبری اتری هیڅ امکان نه لري. سربیره پر دې شمالي کوریا پر هغي امریکايي پوځي اډې باندي د توغندیو د توغولو گواښ وکړ چي په زرونو امریکايي سرتیري پکښي ځای پر ځای سوي دي.

یو کړکیچڼ منی

په سپتمبر مياشت کي لفظي شخړو نورهم زور واخیست.  ترمپ ملگرو ملتونو ته په خپله لومړنۍ وینا کي سخت الفاظ وکارل: «دغه کوچنی راکټي اوس د ځانوژني ماموریت پرغاړه اخیستې دی.» وروسته ترمپ گواښ وکړ چي که شمالي کوریا له نرمښت څخه کار وا نه خلي نو دغه هیواد به کاملاً له منځه یوسي. دوې ورځي وروسته د کیم جواب: «زه به دغه امریکايي روحي ناروغ او بوډا د تل له پاره په اور وسوځوم.»

د بالبخ په خبره که ددې دواړو هیوادونو ترمنځ یو دیالوگ رامنځته نه سي نو مشخص خطرونه به له ځانه سره ولري. دا ځکه چي د سؤ تفاهم د رامنځته کیدو امکان سته. هغه زیاتوي: «موږ په ۲۰۱۷م کال کي د امریکا او جنوبي کوریا مشترک غټ پوځي تمرینات او په عین حال کي د شمالي کوریا له خوا د توغندیو آزمويني ولیدې او دا په داسي حال کي چي تراوسه د هغوی ترمنځ یو ښکاره دیالوگ موجود نه وو. دا کار ښايي ددې سبب سي چي حتی نظامي نښتې هم رامنځته سي.»

د شمالي کوریا شخړه

بیا هم اوسني سخت حالت ته په کتو سره ددې امکانات سته چي خبري اتري له سره پیل سي. بالبخ وايي چي«ښايي د پخوا په پرتله همدا اوس د خبرو اترو چانس ډیر وي. حقیقت دادی چي شمالي کوریا پر دې ټینگار کوي چي خپل هستوي پروگرام یې په بریالیتوب سره  بشپړ کړی دی، نو د خپل مځکني بشپړتوب د ساتني له پاره امکان لري چي په راتلونکي کي له نورو آزموینو څخه ډډه وکړي.»

تر ټولو د مخه جنوبي کوریا هیله مند دی چي په راتلونکو اونیو کي به حالت آرام پاته وي. په فبروري مياشت کي هلته د المپیک ژمنۍ لوبي تر سره کیږي. په داسي یوه وخت کي به د توغندیو آزمویل یوه سخته لمسونه وي.

ايسرت فيلدن/گ.پ

زموږ له ارشيف څخه: