« تر ۲۰۰۰ ډیر مهاجر په مدیترانه کي ډوب سوي دي»
۱۳۹۷ آبان ۱۶, چهارشنبهدغه خبره د ملگرو ملتونو د مهاجرو عالي سازمان- UNHCR یوه ویاند په ژنیو کي کړې ده. د دغه سازمان په حواله همدا سږکال بیا تقریبأ۱۰۵۰۰۰ انسانانو ځانونه اروپا ته رسولي دي او هلته یې د پناه غوښتنه ورکړې ده.
د مهاجرو بين المللي سازمان (IOM) یوه ویاند بیا اعلان کړی دی چي په پرله پسې ډول دا پنځم کال دی چي په ۲۰۱۸م کال کي هم اروپا ته تر۱۰۰۰۰۰ اضافه مهاجر رسیږي.
د نورو کلونو په نسبت بیا سږکال تر ټولو ډیر مهاجر هسپانيا ته تللي دي، چي تر ایټالیا او یونان هم ډیر دي. د همدې کال له شروع څخه د (IOM) په حواله هلته تر۴۹۰۰۰ اضافه مهاجر رسیدلي دي. د مدیترانې له لاري هسپانيا ته د تگ په جریان کي مگر۵۶۴ کسان مړه سوي او یا ورک سوي هم دي.
همدا تیره دوشنبه ورځ لا هسپانوي چارواکو د ۱۷ افریقايي مهاجرو جسدونه له اوبو څخه راوایستله چي دغه هیواد ته پر لاري په مدیترانه کي ډوب سوي او وژل سوي ول.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 22.05.2017))