تر ټولو زياته برېښنا توليد کوونکي هيوادونه وپېژنئ
د امريکا د متحده ايالاتو د استخباراتي ادارې سي آی اې په «ورلډ فېکټ بُک» کي د ۲۱۹ برېښنا توليد کوونکو ليسټ راغلی دی. کوم هيوادونه تر ټولو زياته برېښنا توليدوي؟ افغانستان پر کوم مقام دی؟ دلته يې وپېژنئ:
۲۱۹ مقام ـ غزه
د سي آی اې په «ورلډ فېکټ بُک» کي له ۲۱۹ هيوادونو څخه غزه تر ټولو کمه برېښنا توليد کوونکې اداره بلل سوې ده. په دغه سيمه کي هر کال صرف ۵۱ زره واټ ساعت برېښنا توليديږي. په دې توګه غزه په ټوله نړۍ کي تر ټولو کمه برېښنا توليدونکې سيمه ده.
۱۴۶ مقام ـ افغانستان
د ورلډ فېکټ بُک د ۲۰۱۶ کال د معلوماتو پر اساس په افغانستان کي هر کال ۱،۲ مليارد کلو واټ ساعته برېښنا توليديږي. د کارپوهانو په حواله افغانستان د خپلو سيندونو په مهارولو سره د برېښنا توليد څو چنده زياتوالی او د خپلي اړتيا برېښنا په خپله د توليد کولو وړتيا لرلای سي.
۳۴ مقام ـ پاکستان
د هغه باوجوده چي پاکستان ۱۰۴ مليارد کلو واټ ساعت کلنی برېښنايي توليد لري، خو په دغه هيواد کي د نفوس د زياتوالي او نورو لاملونو له کبله بيا هم د برېښنا سخت قلت دی.
۱۹ مقام ـ ترکيه
د ۲۰۱۵ کال د شميرو له مخي په ترکيه کي د برېښنا کلنی توليد ۲۴۵ مليارد کلو واټه ساعته ؤ. په دې توګه نو دغه هيواد له ۲۱۹ هيوادونو څخه ۱۹ تر ټولو زياته برېښنا توليد کوونکی هيواد دی.
۱۷ مقام ـ ايران
د افغانستان ګاونډي هيواد ايران چي په لوړه اندازه د تيلو ځيرمي لري، د برېښنا په توليد کي هم مخکي دی. دغه هيواد هر کال ۲۶۵ مليارد کلو واټ ساعت برېښنا توليدوي.
۱۱ مقام ـ سعودي عربستان
سعودي عربستان په نړۍ کي يو له تر ټولو زياته برېښنا توليد کوونکو هيوادونو څخه شميرل کيږي. دغه هيواد هر کال ۳۱۸ مليارد کلو واټ ساعته برېښنا توليدوي.
۱۰ مقام ـ جنوبي کوريا
جنوبي کوريا هر کال ۵۲۸ مليارد کلو واټ ساعت برېښنا توليدوي او په دې توګه په نړۍ کي پر لسم مقام راځي.
۹ مقام ـ فرانسه
اټومي قدرت او د اروپايي اتحاديې دويم لوی اقتصادي قدرت فرانسه هر کال ۵۳۶ مليارد کلوواټ ساعت برېښنا توليدوي او په دې توګه په ليسټ کي پر نهم مقام هيواد دی.
۸ مقام ـ برازيل
د جنوبي امريکا برازيل هيواد هر کال ۵۷۸ مليارد کلو واټ ساعت برېښنا توليدوي او په اتم مقام دی.
۷ مقام ـ آلمان
د اروپايي اتحاديې تر ټولو ستر اقتصادی قدرت آلمان/جرمني هر کال ۵۸۸ مليارد کلو واټ ساعت برېښنا توليدوي.
۶ مقام ـ کاناډا
پر شپږم مقام د کاناډا هيواد دی چي په ۲۰۱۵ کال يې ۶۴۳ مليارد کلو واته ساعت برېښنا توليد کړې وه.
۵ مقام ـ جاپان
جاپان په کال کي ۹۷۶ مليارد کلو واټ ساعت برېښنا توليدوي او په دې توګه په دغه ليسټ کي پر پنځم مقام دی.
۴ مقام ـ روسيه
پر څلورم مقام د روسيې هيواد دی چي هر کال ۱۰۰۸ مليارد کلو واټ ساعته برېښنا توليدوی.
۳ مقام ـ هند
اټومي قدرت هند په نړۍ کي له تر ټولو زياته برېښنا توليد کوونکو هيوادونو څخه پر ۳ مقام دی. دغه هيواد هر کال ۱۲۸۹ کلو واټ ساعت برېښنا توليدوي.
۲ مقام ـ د امريکا متحده ايالات
د امريکا متحده ايالات چي په زياتوساحو کي د نړۍ تر ټولو لوی قدرت بلل کيږي، د برېښنا په توليد کي هم مخکي دی. دغه هيواد هر کال ۴۰۸۸ مليارد کلو واټ ساعت برېښنا توليدوي او په دې توګه په دغه ليسټ کي پر دويم مقام دی.
۱ مقام ـ چين
چين په نړۍ کي تر ټولو زياته برېښنا توليد کوونکی هيواد دی. د سي آی اې فېکټ بُک په حوال چين هر کال ۵۸۸۳ مليارد کلو واټ ساعت برېښنا توليدوي.