«ترهګر دې د وژنې پر ځای افغانستان ته وشړل شي»
۱۳۹۶ اسفند ۵, شنبهد جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د فبروۍ ۲۳مه نېټه) یوه لوړپوړي امریکایې چارواکي رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې پاکستان ته ویل کیږي چې دوی د حقاني شبکې او دې ته ورته ډلو غړي د دې پرځای چې ونیسي او یا یې ووژني افغانستان ته دې وشړي. د دغه امریکایې چارواکي په خبره د افغانستان په خاوره کې افغان او امریکایې ځواکونه کولی شي دوی وځپي.
د رویټرز په حواله که پاکستان دغه ترهګر افغانستان ته وشړي، نو افغان او امریکایې سرتیرې به د دوی پر وړاندې پراخ عملیات ترسره کړای شي. امریکا متحده ایالات نه غواړي چې د افغانستان له خاورې څخه دې یو وار بیا په لویدیځ کې د سپتمبر د یولسمې نیټې په څیر بریدونو له پاره کار واخیستل شي.
د دغه خبري آژانس په حواله د امریکا حکومت په پرله پسې ډول د پاکستان پر حکومت فشار زیاتوي چې په خپله خاوره کې دې د ترهګرو هغه محفوظ او مستحکم پټنځایونه له منځه یوسي چې له سرحدي قبایلي سیمو څخه په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي.
د جنورۍ په ۴ نیټه امریکا پر پاکستان نظامي مالي مرستې وځنډولې او وی ویل چې دغه مرستې به هغه وخت بیرته پیل شي چې پاکستان د افغان طالبانو او حقاني ډلې په څیر نورو ترهګرو ډلو ملاتړ بند کړي.
پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: