ترهګريز ګواښ، آلماني پوليس په تيارسئ کي
۱۳۹۴ دی ۱۱, جمعه
په مونشن ښار کي اوس وضعه تقريبا بېرته عادي حالت ته راغلې ده. خو ويل سوي چي پوليس اوس هم د تيارسئ به حالت کي دي. دا هغه وروسته چي تېره شپه د نوي کال د لمانځنو پر وخت د ځانمرګي بريدونو خبرداری ورکول سو.
د نيمي شپې څخه لږ تر مخه د آلمان د بايرن ايالت د مرکزي ښار مونشن پوليسو په روښانه توګه ولسي خلکو ته د ترهګرۍ د ګواښ له کبله خبرداري ورکړل. پوليسو پر خلکو ږغ وکړ چي د لويو اجتماعو جوړولو څخه دي ډه ډه وکړي. پوليسو د ولسي خلکو څخه وغوښتل چي په زیاته بيا د مونشن د اورګاډو د مرکزي او د پاسينګ په نوم تمځايونو څخه دي ليري واوسي.
ياد دواړه تمځايونه د پوليسو له خوا خالي کړل سول. د پوليسو چارواکي چي درنې وسلې ورسره وې، تر څو ساعتونو پوري يې د يادو تمځايونو دروازې وتړلې. خو دغه دواړه تمځايونو اوس بېرته پرانستل سوي دي. د مسؤلينو يوې وياندي ويلي دي چي اورګاډي د پلان سره سم بېرته کولای سي چي تګ راتګ وکړي. دغې وياندي زياته کړې چي پوليس به موجوده وي او بعضي کسان به کنټروليږي.
پوليس په اسلامستي بريدګرو پسي ګرځي
د بايرن ايالت د کورنيو چارو وزير يوآخيم هېرمان ويلي دي چي د دغو ترهګريزو بريدونو منبع د «اسلامي دولت» يا داعش ډله ده. هېرمان د پنجشنبې په ماخستن وويل چي د ملګرو هيوادونو استخباراتو ورته معلومات ورکړي چي په مونشن کي نوي کال په مراسمو کي ځانمرګی بريد تر سره کېدلای سي. د آلمان خبري آژانس خبر ورکړی چي آلماني چارواکو ته دغه معلومات د فرانسوي استخباراتو له خوا ورکول سوي ول.
هېرمان په عيني حال کي د سختو امنيتي اقداماتو څخه دفاع وکړه. هغه وويل: «موږ يوه عمومي تګلاره لرو چي له مخي يې موږ ترهګرو ته اجازه نه ورکوو چي زموږ ژوند تعين کړي.» هغه زياته کړه خو کله چي د احتمالي بريد ځای او وخت دومره دقيق خبرداری ولري، نو بيا بايد څوک پرېکړه وکړي.
په مونشن کي ۵۵۰ امنيتي چارواکي د امنيت ټينګولو په دنده ګومارل سوي دي. تر اوسه لا دا نه ده معلومه کړل سوې چي ايا په رشتيا د ځانمرګي بريد پلان جوړ سوی ؤ او که څنګه.