1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د خليفه حفتر سره د ليبيا په حالاتو ټيلفوني خبرې کړي

۱۳۹۸ فروردین ۳۱, شنبه

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ د ليبيا د وسله والو له مشر خليفه حفتر سره د دغه هيواد پر روان وضعيت ټيلفوني خبرې کړي دي. ترمپ د ترورزيزم پر وړاندې مبارزه او د ليبيا د نفتي زيرمو په امنيت کې د حفتر رول «ارزښتناک» ياد کړی.

https://p.dw.com/p/3H8BB
LNA Chef Khalifa Haftar
انځور: picture-alliance/ Balkis Press

سپينې ماڼۍ خبر ورکړی چې د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر دونالد ترمپ، د ليبيايي وسله والو له مشر جنرال خليفه حفتر سره، چې د ليبيا رسمي حکومت پر وړاندې جنګيږي، ټيلفوني خبرې کړي دي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله دغه ټيلفوني خبرې د تيرې دوشنبې په ورځ (د اپريل ۱۵مه) ترسره شوي چې په کې دواړو لورو د «تروريزم پر ضد د دوامدارې مبارزې» او په «ليبيا کې د سولې او ثبات» د بيا رامنځ ته کيدو په باب خبرې کړي دي.

ترمپ د دغو ټيلفوني خبرو په ترڅ کې د تروريزم پر وړاندې د مبارزې او د ليبيا د نفتي زيرمو د امنيت په برخه کې د جنرال حفتر له «ارزښتناکه رول» څخه ستاينه کړې ده.

دوی دغه راز په ليبيا کې د «يو باثباته دموکراتيک سياسي نظام» او د دغه نظام د جوويدو پر څرنګوالي خبرې کړي دي. سپينې ماڼۍ په دې اړه چې دغه خبرې د دوشنبې په ورځ شوي خو اعلان يې ولې څو ورځې وروسته کوي؛ وضاحت نه دی ورکړی.

ليبيا په ۲۰۱۱م کال کې د دغه هيواد د پخواني ديکتاتور معمر قذافي حکومت تر پرځيدو وروسته، له سخت کړکيچ سره مخ ده.

په طرابلس کې د ليبيا رسمي حکومت ضعيف دی او د دغه هيواد ډيرې برخې يې له کنتروله وتلي دي. په ليبيا کې لږ تر لږه دوه موازي حکومتونه شتون لري؛ يو په طرابلس کې د فايز سراج په مشرۍ چې د ملګرو ملتونو سازمان له ملاتړه برخمن دی او بل د ليبيا په ختيځ طبرق کې چې د جنرال حفتر ملاتړ لري.

جنرال حفتر د ليبيا د پوځ د پخوانيو افسرانو څخه دی. هغه د روان کال د اپريل مياشتې په څلورمه، د رسمي حکومت د مقر طرابلس ښار د نيولو په موخه تعرضي عمليات پيل کړل.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي، طرابلس پر لور د جنرال حفتر ځواکونو د پرمختک له پيله راهيسې، لږ تر لږه ۲۰۵ کسان وژل شوي او له ۹۰۰ ډير ټپيان شوي دي. د مهاجرت نړيواله اداره بيا وايي چې په دغو نښتو کې له ۲۵ زرو ډير کسان بې ځايه شوي دي. 

dw.persian/م ک ص/ ن ص