1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترامپ او کلینټن تر نورو مخکښ کانديدان دي

۱۳۹۴ اسفند ۱۲, چهارشنبه

د «لوی سه شنبې» په مقدماتي ټاکنو کې چې د امریکا په ۱۱ ایالتونو کې ترسره کیږي، تر اوسه پوري د هیلري کلنټن بریالیتوب په اوو، دونالد ترامپ په شپږو، برني سندرز په درو او تډ کروز په دوو کې قطعي شوی دی.

https://p.dw.com/p/1I5KN
انځور: Reuters/D. Becker/N. Wiechec

په امریکا متحدو ایالاتو کې جمهوري ریاست ته د کانديدانو د «لويي سه شنبې » ورځي په مقدماتي ټاکنو کې چې د دغه هیواد په ۱۱ ایالتونو کې شوي، تر اوسه پوري له دیموکرات گوند څخه هیلري کلنتن په ۷ او له جمهوري غوښتونکو گوند څخه د دونالد ترامپ په ۶ ایالتونو کې بریالیتوب اعلان شوی دی.

په وروستيو ټاکنو کې له دیموکرات گونده د هیلري کلنټن سیال برني سندرز، په درو ایالتونو کې او د جمهوري غوښتونکو له گونده تد کروز، هم په دوو ایالتونو کې بریالي شوي دي.

رویټرز خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د سوپر تیوزډې یا لوی سه شنبې ورځې ټاکنو په ځنو ایالتونو کې جریان لري او تر راتلونکو ساعتونو پورې به یې بایلې معلومي شي. تر اوسه پورې د ترلاسه شوو پایلو څخه داسې معلومیږي چې د وروستیو ټاکنو له پاره د جمهوریت غوښتونکو له گوند څخه د ترامپ کاندیدل تر بل هر وخت واقعیت ته ډیر نږدې شوی دی.

همدارنگه له دیموکرات گوند څخه د هیلري کلنتن څو پرله پسې برياوي په خپل گوند کې د دې د سیال برني سندرز، په مقابل کې د دغه گوند له خوا د امریکا د ۲۰۱۶م کال د جمهوري ریاست له پاره وروستیو ټاکنو کې د کلټن نومول تضمینوي.

د «لوی سه شنبې» مقدماتي ټاکني ځکه ډیري مهمې گڼل کیږي چې په عین وخت کې په ۱۱ ایالتونو کې ټاکني کیږي. د امریکا په تیرو ټولو دورو کې هر هغه کانديد چې د دغي ورځې گټونکی شوی دی، د خپل گوند د وروستي کانديد په توگه د انتخاباتو ته وړاندي شوی دی.

دونالد ترامپ په آلاباما، آرکانزاس، جورجیا، مسیچوست، تنسي او ویرجینیا ایالتونو کې بریالیتوب ترلاسه کړی او هیلري کلنټن سربیره پر دغو شپږو ایالتونو په تکزاس ایالت کې هم اکثره رايي گټلي دي.

د تکزاس ایالت سناتور او د جمهوري غوښتونکو کاندید تد کروز، په خپل ایالت او د اوکلاهاما، ایالت رای هم خپلې کړي دي. همدارنگه برنې سندرز په خپل ایالت ورمونت، او د اوکلاهاما او کلورادو په ایالتونو کې بریالی شوی دی. ټاکل شوی ده چې د روان کال د نوامبر میاشتې پر ۸ نېټه به په امریکا متحدو ایالاتو کې د جمهوري ریاست ټاکني وشي.

د نظر سنجو له مخې ویل کیږي چې ترامپ به په دغو۱۱ ایالتونو کې ډیري رایې ترلاسه کړي. د دغه ۶۹ کلن میلیاردر بریالیتوب د جمهوري غوښتونکو د گوند مشران او ډېر نور امریکایان اندېښمن کړي دي. جمهوریت غوښتونکي اندیښنه لري چې د ترامپ بریالیتوب به د امریکا د دغه سابقه لرونکي گوند حیثیت ته یو نه جبران کیدونکی زیان ورسوي.