1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: د مطبوعاتو آزادۍ د تقويې له پاره درې وړانديزونه

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۳, جمعه

نن د مطبوعاتو د آزادۍ ورځ لمانځل کيږي. د دويچه ويله مسئوله مديره اينس پول، که څه هم په دې باور ده چي د لمانځول څه نسته، خو د دې له پاره چي د رسنيو آزادي دوامداره تقويه سي، درې وړانديزونه لري.

https://p.dw.com/p/3HtU2
Symbolbild Pressefreiheit
انځور: Imago Images/IPON

د خپرېدو ممانعت، د اقتصادي بنسټونو اخيستل او زندان، د هغو هيوادونو د سلوک د نمونو په توگه پيژندل کيږي چي له دې لاري په خپل هیواد کي د بيان آزادي تر فشار لاندي راولي.

په دې منځ کي داسي خطرونه رامنځ ته سوي دي چي سړی کولای نه سي چي په اسانۍ سره يې تشخيص کړي. په ځانگړې توگه د انترنيت په ساختار کي چي مسايل ډير ژر پراخ لاس پر لاس کيږي. ځيني اشخاص او ډلي او دغه راز انترنيتی ماشينونه دروغ خپروي او جعلي ويډيوگاني او لاس پکښي وهل سوی عکسونه په هدفمنده توگه خپروي. په ټولنيزو رسنيو کي دروغ خبرونه، په انترنيت کي منفي کمپاينونه، تهمتونه او گواښونه عادي ورځنۍ مسئله گرځېدلې ده. په دې برخه کي تر نور ډير حرفوي کسان لاس په کار سوي دي. د بېلگې په توگه سړی کولای سي د روسيي آر تی يا «رشيه ټوډې» او متاسفانه په دې وروستيو کې الجزيره هم نوم واخلي. د هغوی ارتباطي فعاليتونه دوستانه گڼل کيږي، ځيني وختونه له خندا ډک وي. هغوی په نننۍ پېچلې نړۍ کي په ډيرو ساده شېوو کاروونکي ځان ته جذبوي. پر دې سربيره ورځ تر بلي ډير دولتونه تلاښ کوي چي نړيوال آزاد انترنيت په خپلو هيوادونو کي په يوه نسانسوري انترنيت بدل کړي. موږ دغه کار په ايران، چين او دغه راز په ترکيه او روسيه کي وينو.

د دې ټولو پر وړاندي يوازي يو جواب سته: خلک بايد دا زده کړي چي د دروغ او حقيقت ترمنځ توپير وکړي. له رسنيو څخه کار اخيستل بايد د ښوونځيو د تدريسي سيستم يوه برخه وگرځي او لويانو ته هم بايد مناسبي خپروني وړاندي سي؛ داسي خپروني چي په هغو کي پردې ټينگار کيږي چي نه يوازي د مطبوعاتو آزادي له خطر سره مخامخ ده، بلکي دا خطر هم سته چي يوه ورځ به وگړي ناچاره سي چي د جبر له ويري به حتي په «شخصي» فضا کي هم د خپل نظر له بيانولو څخه ډډه وکړي.

سياستوال بايد خپل مسئوليتونه پوره کړي

د ټولي نړۍ ديموکرات سياستوال په هغه جمله کي د اروپايي هيوادونو او آلمان دا هم له چين سره د معاملې په خاطر په هغه هيواد کي د مطبوعاتو د آزادې په برخه کي پر مسايلو سترگي پټي کړي. دا مهمه نه ده چي په هغه هیواد کي د مطبوعاتو آزادي نسته او آزادي بهرنۍ رسنۍ لکه دويچه ويله په هغه هيواد کي بلاک سوي دي. د اقتصادي برخي استازي له چين سره د معاملې په برخه کي د بشري حقونو پر ځای تر ډيره پر سترو اقتصادي اړخونونو تمرکز کوي.

اينس پول، د دويچه ويله مسئوله مديره
اينس پول، د دويچه ويله مسئوله مديرهانځور: DW/P. Böll

له ايران سره هم د اقتصادي چارو په اړه بحثونه کيږي او نه د هغو ۲۰ خبريالانو په اړه چي د دغه هيواد په زندانونو کي د سپاه پاسداران تر شکنجې لاندي دي. په پاکستان او بنگله دېش کي وبلاگ ليکونکي هغه وخت چي په هيواد کي د اسلامي بنسټپالني په اړه راپور ورکوي، خپل ژوند په خطر کي اچوي. نړۍ د سعودي د شهزاده د هغي پريکړي هرکلی کوي چي ښځو ته يې سينما او سپورتي لوبغالو ته د تگ اجازه ورکړې او حتی اوس هلته ښځي د موټر چلولو اجازه لري، هرکلی کړی دی. خو د وبلاگ ليکونکي رائف بدوي په اړه چي اوس هم هلته بندي دی، هيڅ نه ويل کيږي.

د دغه شان بېلگو ليست ډېر ستر دی او دا يو ډېر غمجن ليست دی. خو نن ډيره ښه ورځ ده څو د مطبوعاتو پر آزادۍ باندي د حملو په برخه کي سياستوال وهڅوو چي د مخنيو په برخه کي يې تلاښ وکړي. آيا سياستوال په څرگنده ديکتاتورانو ته ښيي چي زموږ معنوي ارزښتونه څه دي؟ که دغه ارزښتونه په ښکاره نقض سي، آيا تيار ياست چي له تجارت او معاملو څخه صرف نظر وکړئ. آيا حاضر دي چي د بشري حقونو او مطبوعاتو د آزادۍ وضعيت د عمراني مرستو د شرط په توگه مطرح کړي؟

خبريالان، ټاکونکی فکتور

د مطبوعاتو آزادي البته له «لوړه» نه اهدا کيږي. قانوني چوکاټ يو اړخ دی، خو د هر خبريال فردي چلند بل اړخ دی. په څانگړې توگه هغه خبريالان چي په آزادو هيوادونو کي ژوند کوي بايد د هغو همکارانو له پاره يوه نمونه وي چي تر سختو شرايطو لاندي کار کوي.

زما له پاره خبريالي په دې معنی ده چي هر وخت خپلو اعتقادونو او يا خپلو د هم مسلکانو و هغې ته په انتقادي نظر وگورم. او هو، له دې څخه بايد بيره ونه لرو چي د يوه اشتباه اړخ له خوا راباندي چکچکي وسي. د بېلگې په توگه، د آلمان بديل گوند له سياستوالو سره د صحبت کول يا نه کولو بحث مي ډيره اندېښمنوي. که موږ ټولي ناخوښه سياسي ډلي يا نوري مشهوره څېرې چي زموږ له نظر سره مطابقت نه لري ناديده ونيسي، موږ يوه خلا پريږدو چي نور به يې بيا ډکه کړي. په دې سره نو موږ د بيان آزادۍ ته چي نن يې لمانځو، تاوان رسوو.

(nka, nz(Ires Pohl