1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: د آلمان په زړه کې د کرکې وړ يوه پېښه

۱۳۹۸ اسفند ۲, جمعه

د هاناو په ښار کې په هدفمن ډول په هغو کسانو ډزې وشوې چې د کډوالۍ شاليد لري. دغه تاوتريخجن عمل بايد د دويچه ويله د مسئولې مديرې اينس پول په نظر اوس سياست او ټولنه راويښ کړي.

https://p.dw.com/p/3Y8KI
Deutschland Hanau | Schießerei & Tote | Midnight-Shisha Bar
انځور: Reuters/R. Orlowski

اوس يعنې هاناو. د څو مياشتو په ترڅ کې په دريم وار کرکې او لېونتوب آلمان ته لاره موندلې ده. وروسته له هغه چې محافظه پال سياستوال، والتر لوبکه، د تېر کال په جون مياشت کې له کډوالو سره د مرستې له کبله د خپل کور مخکې ووژل شو، په اکتوبر مياشت کې بيا يوازې د هاله د کنيسې مظبوطه دروازه وه چې د دې مخه يې ونيوله چې يو ښي اړخی تن له انسانانو ډک په يوه عبادتځي کې د خلکو وينه تويه کړي. اوس نو فرانکفورت ته څېرمه په هاناو کې يوه سړي لس تنه وژلي دي. په يوه ويډيو کې دغه سړي توکم پالنه او د توطيې تيورۍ خپرې کړې وې، مخکې له دې چې د شيشه يا قيلون د کلبونو مېلمانه او ورپسې خپله مور يې هم په قتل رسولې ده. 

د قاتلينو له پاره زمينه د ټولنې په منځ کې شته

دغسې عاملين په هغه کرکه او د هغه چا پر ضد سره متحد دي چې په آلمان کې د هغوی په نژادي تعريف کې، ځای نه لري. بې تفاوته ده چې آيا دوی سره شبکې لري او له نورو ښي اړخو کسانو يا ډلو سره په تماس کې وي، که نه: آلمان بايد ومني چې د کرکې اوج اوس زموږ د هېواد زړه ته مخه کړې ده. سياستوال او هم مدني ټولنه بايد له دې سره چلن وکړي چې د دغو قاتلينو اصلي زمينه هغه توکم پالونکي، د ښځو ضد او ښي اړخي ايډيالوژۍ جوړونکي دي چې په ډېرو کړيو کې اوس بېرته د منلو وړ ګرځېدلې دي. 
دغه قتلونه په انفرادي ډول او سره بېل تر سره شوي اعمال نه دي. بې تفاوته ده چې دغه د انسان د کرامت تر پښو لاندې کوونکی تشدد د پرانيستي نظرلرونکو سياستوالو، يهودانو يا مسلمانانو پر ضد تر سره کيږي: هغه د دې څرګندونه او ښکارندويي کوي چې دغسې څه د آلمان په ټولنيزه فضا کې بېرته ټوکېدو او رامنځ ته کېدو ته پرېښودل کيږي. هغه د ويښتيا يوه وحشت ناکه چېغه هم ده چې له کبله يې موږ بايد اوس وڅېړو چې آيا دولت کافي وسايل لري څو خپله رياستي دنده ادا او د ټولو ښځينه او نارينه و وګړو انفرادي امنيت تامين کړي، که څنګه. په هغه ډول چې اساسي قانون يې غواړي، يعنې پرته له دې چې څوک کوم ځای، کوم دين يا جنس پورې اړه ولري. 

Ines Pohl Kommentarbild App
د دويچه ويله مسئوله مديره، اينس پولانځور: DW/P. Böll

په انترنېټ کې خپره شوې کرکه او ګډې وډې د مرګ سبب ګرځي

کوم تدبيرونه پورته کېدای شي څو کرکه او د بې مفهومه ګډو وډو خبرو مخه په انترنېټ کې ونيوله شي؟ ځکه چې دا د کومو بې چارو او لېونيو کسانو مجازي نړۍ نه ده چې کولی شي هلته، د اطلاعاتو د آزادۍ تر حفاظت لاندې، خپلسري وکړي. هاناو د دې ثبوت دی چې دغه د ولسونو پارونه بې پايلې نه پاته کيږي، بلکې د مړينې سبب ګرځي. 
سياسيون بايد اوس څرګند، چټک او قاطع عمل وکړي. نه يوازې په خبرو. که نه نو وضعيت به نور هم ترينګلی او په پای کې به هر هغه څه له ګواښ سره مخامخ وي چې زموږ قانوني حاکميت له ځانګړو آزاديو او حقونو سره تعريفوي. د آلمان صدراعظمې ښه الفاط ورته موندلي دي: دا صحيح خبره ده چې «توکم پالنه زهر» دي. خو يوازې تشخيص يې کفايت نه کوي. اصلي جواب ورته بايد د مبارزې يو کلک اعلان وي: د ټولو انسان ضد ايډيالوژيو په وړاندې! او په انترنېټ کې د هغوی د خپرولو پر ضد هم. دغه مسئوليت يوازې فيسبوک، تويتر يا نورو لويو شرکتونو ته بايد پرې نه ښودل شي.         

اينس پول/ن ص/س ر