1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بې پيلوټه الوتکي او د پوليو د واکسين خنډ

۱۳۹۱ مرداد ۳, سه‌شنبه

د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کي د امريکايي بې پيلوټه الوتکي په يوه بريد کي دوولس تنه شکمن وسله وال وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/15dtX
انځور: picture alliance / dpa

د قبايلي سيمي چارواکي وايي، چي د امريکا بې پيلوټه الوتکي د دوشنبه په ماښام د شمالي وزيرستان د شوال په نشتر سيمه کي بريد ترسره کړ، چي په نتيجه کي ئې دوولس شکمن وسله وال ووژل شول او ډېري نور ټپيان سوي دي.

د شوال درې نشتر سيمه له مرکز ميران شاه په پنځوس کيلوميترۍ کي پرته ده.

د قبايلي چارواكيو په خبره، بريد په ياده سيمه کي د ترابي مرکز په نامه پر يوه کور ترسره سوی دئ، چي ددوی د ادعا له مخي د وسله والو طالبانو استوګنځای وو.

د روان کال د جون د مياشتي په پيل کي په ياده سيمه کي په يوه بريد کي پنځلس شکمن وسله وال ووژل سول، چي ويل کېده يو هم د القاعده شبکې مهم غړی ابويحيی اليبي هم پکښي شامل وو.

د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کي د وسله والو طالبانو ملانذير ډلي داسي شپې پاڼي وېشلي دي، چي وايي تر هغه به د پوليو واکسين ته په سيمه کښي اجازه ور نه کړي، چي د بې پيلوټه الوتکو بريدونه نه وي درېدلي.

دغه راز دوې اوونۍ مخکي په شمالي وزيرستان کي هم د ګل بهادر ډلي هم دغه شان اعلان کړی وو. د دوی په وينا د پوليو د کمپاين په بهانه په قبايلي سيمو کي جاسوسي کېږي، چي بېلګه ئې ډاکټرشکيل اپريدی دئ.

د يادوني وړده، چي هر کال په پاکستان کي د پوليو تر شلو زياتي پيښي ثبتيږي، چي تر نيمايي ډيري ئې په قبائيلي سيمو کي رامنځته کېږي.

د چارواکو په وينا د پاکستان په قبائيلي سيمو جنوبي او شمالي وزيرستان کي تر اتيا زره زيات کوچنيان به د لګول سوي بنديز په سبب له پوليو ضد واکسين څخه بې برخي پاته سي.

دا چي د پاكستان وسله وال طالبان د پوليو ضد واكسين د بې پيلوټه الوتکو له بريدونو سره تړي او امريكا بيا خپلو دغو بريدونو ته دوام وركوي، نو په پايله کي تاوان ملکي وگړيو ته رسيږي.

د پاکستان په قبائيلي سيمو کي له تېرو څو کلونو راهيسي د بې پيلوټه الوتکو بريدونه دوام لري، ددغه هيواد د قبائيلي چارو وزارت وايي، چي د تېرو اووکلونو په ترڅ کي د بې پيلوټه الوتکو درې سوه بريدونه سوي دي، چي پکښي تر درو زرو زيات کسان وژل شوي دي. په وژل سوو کسانو کښي ډيري شکمن وسله وال دي.

حبيب الرحمن تاثير/کوټه
کتونکی: نجيب الله زيارمل