1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بېل کلتورونه، بېل يې صفتونه او ستاينې

۱۳۹۶ اسفند ۱۳, یکشنبه

د مارچ په اوله نېټه د صفت او ستاينې نړيواله ورځ ولمانځل شوه. خو په بېلابېلو کلتورونو او هېوادونو کې د صفت او ستاينې تعريف او څرنګوالی سره ډېر فرق کوي.

https://p.dw.com/p/2tf6Z
Wörter der Woche | Jein
انځور: Colourbox/Alltopress/L. Mouton

«صفت داسې وي لکه د پوړني د پاسه يو څوک ښکلول»، دغه خبره فرانسوی ليکوال، ويکتور اوګو، په خپل مشهور رومان «لې ميزرابل» يا «بې چاره ګان» کې کوي. خو بعضي وخت له دغسې يوه ښه نيت څخه غلط تعبير هم اخيستل کيږي. په تېره د مختلفو کلتورونو تر منځ سو تفاهم ډېر ژر راتلای شي، ځکه چې د ښه نيت يوه خبره کېدای شي بل ډول تعبير شي. دا چې کومه خبره صفت يا توهين بلل کيږي، د سړي په کلتوري پس منظر پورې اړه لري.
 

غټه پزه او کوچنی مخ
په جاپان کې مثلا د صفتونو يو خورا بل ډول کلتور حاکم دی. د دغه هېواد اوسېدونکي محتاط او شرميندوکي دي، چې د صفتونو عادت هم ډېر نه لري. خو د خارجيانو په وړاندې د پاملرنې او ښه نيت نخښه بيا دا ده چې د ژبې وړتيا يې وستايل شي. خو دغسې ستاينه بايد په ډېره عاجزانه توګه رد شي، که نه نو سړی کبرجن او په ځان غره بلل کيږي. کله چې جاپانيان د يوې ښځې صفت کوي، نو هغه کېدای شي په نورو کلتورونو کې د تعجب وړ يوه خبره وبلل شي. هغه دا چې «مخ دې ډېر کوچنی دی». مقصد يې د مخ لوی والی نه، بلکې د مخ هوار او ښکلی شکل دی چې دا په جاپان کې د ښايست يوه نخښه بلل کيږي. بله د خوشحالۍ خبره دا ده چې په جاپان کې يوه ښځه سپينه او د يوې غټې پوزې لرونکې وبلل شي. د سپينوالي خبره کېدای شي سړی درک کړي، خو لويه پزه ولې؟ دا ځکه چې د جاپانيانو په نظر يوه غټه پوزه د مخ نورې برخې کوچنۍ کوي.

Küsschen auf die Wange Statue
مينه هم له عاطفې او احترام څخه سرچينه اخليانځور: Fotolia/Jürgen Fälchle


د ديګونو، بيزوګانو او پيلانو په اړه

د افريقا په کامرون کې د ستاينې او صفت ويلو ډېر ډولونه موجود دي. په دې ترڅ کې کېدای شي سړی يو زوړ دېګی وبلل شي. دا کوم توهين او سپکاوی نه دی، بلکه هغه په دې معنی وي چې «آشپزي دې ډېره ښه زده ده». دا ځکه چې د کامرون اوسېدونکي په دې نظر دي چې په زاړه دېګي کې نُنګولی او ډوډۍ ډېره ښايسته راځي. «زړه بيزو» بيا په برازيل کې صفت بلل کيږي. دا د برازيل په يوه مشهور متل پورې اړه لري، ځکه چې د هغوی په نزد يوه ځوانه بيزو په هر شي کې لاس لري چې کېدای شي لاس يې بالاخره په کوم شي بند پاته شي. په هند کې هم صفتونه او ستاينې له حيواناتو او ژويو سره د پرتلنې د لارې کيږي. په هندي ژبه يوې ښځې ته چې په لاره تېريږي، «ګاجا ګاميني» وايي چې د پيل په څېر د پل اخيستلو په معنی وي. دا ځکه چې د هند د اوسېدونکو په اند پيلان، په ډېر ښايسته او خرامانه شکل مزل کوي. باليووډ هم د دغې موضوع په هکله فلم جوړ کړی دی، چې مشهوره هنرمنده، مادهوري ديکسيت پکې د يوې جذابې ګاجا ګاميني نقش لوبوي.
نور صفتونه او د نړيوالې ورځې سرچينه

Nasenaffe
«زړه بيزو» په برازيل کې صفت او ستاينه بلل کيږيانځور: AP

په روسيه کې هم خلکو ته حيرانونکي صفتونه ويل کيږي. که سړي ته وويل شي، چې د بادرنګ په څېر تکړه يې، نو دا په دې معنی وي چې ژوندی او ګړندی معلومېږي. سره له دې چې د صفتونو او ستاينو په تبادلې کې کېدای شي غلط فهمي هم رامنځ ته شي، خو يو چا ته د ارزښت ورکولو او صفت ويلو کار ډېر خوند هم کوي. د مور يا د والنټاين د ورځې په څېر بيا دغه ورځ هيڅ سوداګريز او تجارتي اهداف نه لري. د صفت او ستاينې نړيواله ورځ د ۲۰۱۱ م کال راپه دې خوا د مارچ په اوله نېټه لمانځل کيږي. دغه ورځ له نيدرلنډ يا هالنډ څخه سرچينه اخلي، چېرته چې هغه د ۲۰۰۳ م کال راهيسې لمانځل کيږي.