1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بېلتون غوښتونکي ټاکنې تر سره کوي

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۱۱, یکشنبه

د اوکراین په ختیځ کې روسي پلوه بېلتون غوښتونکي د خپلو سترو اهدافو لومړني هدف ته ورسیدل. او هغه دا چې د دونېڅک او لوهانسک په سیمو کې رایې اچونه پیل شوې. خو نړیوالو دغه ټاکنې غندلي دي.

https://p.dw.com/p/1Dfjw
انځور: picture-alliance/epa/Y. Streltsov

د اوکراین په ختیځ کې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو په پاخه سنگر کې په نړیواله کچه شخړه ییزه ټاکنې پېل شوې. په دغو ټاکنو سره د دونېڅک او لوهانسک په اصطلاح «ولسي جمهوریتونو» بیلتون غوښتونکي غواړي چې له اوکراین څخه خپله خپلواکي ښکاره کړي. د بیلتون غوښتونکو په پاخه سنگر کې د «جمهوریت» د مشر او د ولس د استازو له پاره جلا جلا ټاکنې تر سره کیږي.

په پام کې ده چې په دونېڅک کې سل استازي وټاکل شي او په لوهانسک کې بیا ۵۰ استازي. د رایو د مستحقو کسانو شمیر څرگند نه دی، دا ځکه چې په تیرو میاشتو کې له دغو سیمې څخه د جگړو له کبله په سلگونو زره انسانان تېښتې ته مجبوره شوي دي. ویل شوي دي چې په دونېڅک کې ۳،۲ میلیونه رایې پاڼې چاپ شوي دي او په لوهانسک کې بیا یو میلیون رایې پاڼې. د رایې اچونې مرکزونه د سیمې پر وخت د ماښام پر شپږو بجو تړل کیږي.

د کیف حکومت د بیلتون غوښتونکو دغه اقدام غیر قانوني بولي. له دې کبله د کیف حکومت په غیر قانوني توگه د واک د نیولو په هکله لومړني قانوني تحقیقات پر لار اچولې دي. وکراین د ملي امنیت ادارې فیسبوک پر ټولنیزه پاڼه په خپل پیغام کې لیکلي دي چې په لوهانسک او دونېڅک کې به د «ترهگرو» پر ضد د اساسي قانون څخه د سرغړونې په هکله هم تحقیقات تر سره شي. کیف له خپل اړخه د دسمبر په میاشت کې د اوکراین په ختیځ کې ټاکنې پلان کړي دي، چې دغه سیمې ته باید لا ډیره خپلواکمني ورکړي.

امریکا متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې او همداشان آلمان د بیلتون غوښتونکو له لوري پر لار اچول شوې ټاکنې غندلې دي. خو برعکس بیا روسیه غواړي چې د دغو ټاکنو پایلې په رسمیت وپيژني. د ټاکنو د تر سره کیدو د مخه د بیلتون غوښتونکو تر کنترول لاندې سیمو کې ترینگلتیا ډیره شوې ده او ډیر شمیر عسکرو د جگړو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

شا او خوا یوه اوونۍ تر مخه د اوکراین وگړو نوی پارلمان وټاکه. د دغو ټاکنو په پایله کې د لویدیځ پلوه ولسمشر پېترو پورو شینکو او د لومړي وزیر آرسیني یاڅینوک قوتونه بریالي شوي دي. دا لومړنۍ ټاکنې وې چې د روسیې له لوري د الحاق شوي د کریمیا په نیمه ټاپو کې تر سره نه شوې. پر دې سربیره د بیلتون غوښتونکو تر کنترول لاندې سیمو کې یوازې ډیرې کمو خلکو خپلې رایې کارولې وې. په دونېڅک او لوهانسک کې د رایو مستحقو کسانو له ډلې څخه تر نیمایي زیاتې برخې خپلې رایې و نه شوې کارولی.