«بیړنۍ بشري مرستې کافي نه دي»
۱۳۹۶ مرداد ۲۸, شنبهپه دې برخه کې ښه خبر دا دی چې تر اوسه پورې په نړیواله کچه نه هم دومره ډیرې پيسې راټولې شوې وې او نه هم په جنګي او بحراني سیمو کې دومره ډیر انسانان د بشري مرستو په برخه کې فعاله ول.
خو د بریالیتوب بیلانس په دې ځای کې نه تمامیږي، دا ځکه چې جګړې، اقلیمي تغیرات، فقر او بدبختۍ په پرله پسې ډول ډیر شمیر انسانان له خپل ټاټوبي څخه تیښتې ته مجبوره کوي.
د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ په ۲۰۱۶ م کال کې شاوخوا ۱۳۰ میلیونه انسانان د بشري مرستو پورې وابسته یا تړلي ول.
د (JRS) یا د یسوعیدن په نامه د آلمان د مهاجرینو د خدماتو ټولنې مشر پاتیر فریدو، له دویچه ویله سره په مرکه کې د بحراني او جګړه ځپلو هیوادونو لکه افغانستان، سوریه، یمن او د افریقا شاخ هیوادونو مهاجرو پر وړاندې د اروپا له خوا د سرحدونو د تړل کیدو په هکله وویل:
«هغه ټول غږونه چې د سرحدونو د حفاظت په اړه پورته کیږي یوازې ځان ته بازي ورکول دي، ځکه دا هیڅ مرسته نه کوي او خلک په هر صورت اروپا ته رازي. دوی د فقر او بی وزلې تر فشار لاندې دي. دوی اقتصادي مهاجرين نه، بلکې له بدبختۍ مهاجرت ته اړ شوي دي ځکه هم د با عزته ژوند حق لري».
بخيل پیسې ورکونکي
د دې له پاره چې په جنګي سیمو کې د انساني کرامت ساتنه تضمين کړای شي، البته ډیرو پیسو ته اړتیا ده. د بیړنیو بشري مرستو له پاره د ملګرو سازمان د دفتر د رپوټ پر بنسټ مرستو ته د تقاضا او هغه پيسې چې دغه سازمان ته ورکول کیږي، تر منځ ډیر تفاوت موجود دی.
سږ کال په نړیوالو کنفرانسونو کې د ۲۳،۵ میلیارده دالره عاجلو مرستو غوښتنه شوې وه چې د هغو له جملې څخه یوازې ۴،۹ میلیارده یې د اړونده سازمانونو په اختیار کې ورکړل شوي دي.
آلمان په روان ۲۰۱۷ م کال کې خپلې مرستې ۴،۱ میلیارده ډالرو ته لوړې کړي دي. د دغه هیواد د بشري حقونو سیاست د چارو مسئول بِربل کوفر، دویچه ویله ته وویل: «۴،۹ میلیارده ډیرې لږې پيسې دي. زه د نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوم چې په دې برخه کې ډیر کوښښ وکړي، تر څو دغه خلا په چټکۍ سره له منځه یوړل شي.»
نوموړی ټینګار کوي نړیواله ټولنه په داسې یو موقعیت کې دی چې په نړیواله کچه له ټولو اړینو انسانانو سره مرسته وکړي.
«یوازې د سرحدونو کنترول د حل لاره نه ده»
کوفر، د بشري مرستو د ډیري نورو مسئولینو په شان مهاجرو ته د قانوني سفر پر امکاناتو برابرولو ټینګار کوي او وایې: «موږ یو آروپایې ځواب ته اړتیا لرو او بالاخره باید قانوني مهاجرتونو ته لاره هواره کړو، تر څو انسانانو ته دا امکانات برابر کړای شي چې د مدیترانې خطرناک مسیر پرته په اروپا کې پناه ترلاسه کړي.»
د آلمان د حکومت د بشري حقونو چارو سیاست او بشري مرستو نوموړی مسئول په دې برخه کې د فرنټکس یا د اروپا د خارجي سرحدونو ساتنې آژانس د مشر فابریکه لاګري، ملاتړ هم له ځان سره لري.
لاګري له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «یوازې د سرحدونو کنترول د حل لاره نه ده، بلکې داسې یوه حل لاره باید ولټول شي چې له مختلفو عناصرو څخه تشکیل شوې وې».
نوموړي ټینګار وکړ چې «باید د مهاجرت لاملونه لمنځه یوړل شي، یعنې جګړې، شخړې، بې وزلي او ولږه. بالاخره باید قانوني لارې موجودې وي چې مهاجر وکولای شي د پناغوښتنې غوښتنلیکونه وړاندې کړي، بی له دې چې ځانونه د انساني قاچاقبرانو په لاسونو کې ورکړي».
د سمندرونو په اوبو کې له ډوبیدو څخه د مهاجرو ژغورل هم د فرونټکس یا د اروپا د بهرنیو سرحدونو حفاظت آژانس دنده ده. د دغه آژانس د رپوټ پر بنسټ تیر کال یې یوازې په ایټالیا او یونان کې ۹۰۰۰ انسانان په اوبو کې له ډوبیدو څخه ژغورلي دي. خو د زرګونو نورو مهاجرو له پاره دغه مرستې ډیر ناوخته رسیدلي دي او دغو کسانو په مدیترانه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پرورته موضوع زموږ د آرشیف څخه انځوریز البوم وگورئ(04.10.2015)