بن لادن غوښتل چي اوباما ووژني
۱۳۹۰ اسفند ۲۷, شنبهاعلان
د القاعدې وژل سوي مشر اوسامه بن لادن داسي پلانونه جوړ کړي ول چي د امریکا پر ولسمشر باراک اوباما وژونکی بريد تر سره کړي. دا خبر په امریکايي رسنيو کي خپور سوی دئ. د واشنگټن پوسټ ورځپاڼي د راپور له مخي دغه معلومات ئې له هغو اسنادو څخه اخيستي دي چي د بن لادن د وژنې پر وخت د هغه په کور کي موندل سوي ول. د ورځپاڼي په وينا دغه اسناد چي اوس ورڅخه امريکايي استخباراتو د مخفي والي درجه ايسته کړې ده، څخه څرگنديږي چي بن لادن غوښتل چي د اېرفورس ون الوتکه په نخښه کړي. نوموړې الوتکه د امریکايي ولسمشر د تگ راتگ له پاره کارول کيږي.