1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنګله ديش؛ په پارک کې هغه مچه چې په جنجال واوښته

۱۳۹۸ تیر ۲۹, شنبه

د بنګله ديش د پارلمان يوه غړي په يوه پارک کې د يوې پيغلې او يو هلک د يو بل ښکلولو صحنې انځور واخيست او بيا يې پر خپلې فيسبوک پاڼې خپور کړ. هغه چې پوليسو ته يې هم خبر ورکړی، د خلکو تر سختو نيوکو لاندې راغلی دی.

https://p.dw.com/p/3MOQ2
Erwachsene in Kinderpark in Bangladesch
د آرشيف انځور - د بنګله ديش په يوه پارک کې دوه ځوانان د مچو کول پر مهالانځور: DW/A. Islam

د بنګله ديش د پارلمان غړي اکرام الکریم چوهدري په يوه پارک کې د دوو ۱۸ کلنو ځوانانو عکسونه په داسې وخت کې چې يو بل يې ښکلول (مچو کول) واخيستل او بيا يې هغه په خپلې فيسبوک پاڼه باندې خپاره کړل. هغه د دې ترڅنګ پوليسو ته هم ټيلفون وکړ تر څو دغه دوه ځوانان ونيسی.

دغه انځور په ډيره چټکۍ د فيسبوک د زرونو کارونکو تر منځ لاس په لاس شو او په اړه يې نظرونه وليکل شول. بنګله ديش چې يو محافظه کاره اسلامي هيواد دي، د دغه انځور خپرول په کې د اکثرو مسلمانانو په منځ کې سخت بحثونه راوپارول.

د فيسبوک ډير شمیر کارونکو د پارلمان پر دغه غړي باندې سختې نيوکې کړي چې «پر ټولنه د اخلاقي نظارت» په موخه يې هڅه کړې او د دغې ځوانې جوړې انځورنه يې خپاره کړي دي.

وروسته له هغې چې دغه انځور د پنجشنبې په ورځ په ډيره پراخه کچه خپور شو، د فيسبوک کارونکو له ډلې څخه د فخر الاسلام په نوم يوه کس يې په اړه داسې وليکل: «دا د پارلمان د يوه وکيل دنده نه ده چې په پارکونو کې د تفريح پر مهال پر خلکو نظارت وکړي.»

اکرام الکريم چوهدري د بنګله ديش په پارلمان کې د سويلي سيمې نواکهلې د خلکو استازی دی. هغه وروسته خپله دغه ليکنه او خپور کړی انځور له فيسبوک څخه پاک کړ. چوهدري لیکلي چې دی «په سمه توګه د ټولنيزې رسنۍ پر کارولو نه پوهيد» او بايد د دغې جوړې مخونه يې پټ کړي وای.

چوهدري د فرانسې خبري آژانس ته د خپل دغه کار په اړه ويلي دي: «ما په هغوي [نجونو او هلکانو] کې يو شمير يې ليدلي چې په پارک کې يو بل مچو کوي. خو زه دغه څه په خپله سيمه کې نه شم زغملی.»

هغه له خپل دغه کار څخه دفاع کړې او ويلي يې دي چې ښه کار يې کړی. د پارلمان دغه وکيل زیاته کړې چې خپل «کمپاين» ته به ادامه ورکوي.

په سيمه کې د پوليسو مشر نبير حسين ويلی چې دغه دوه ځوانان چې زده کونکي دي، تر نيولو وروسته بيرته خپلو واليدنو ته سپارل شوي دي. حسين وويل: «موږ زده کونکو ته وويل چې له ښوونځيو څخه ونه تښتي او پارک ته ولاړ نه شي... ځکه چې دغه کار ورته ښه نه دی.»

بنګله ديش د آسيا په سویل کې پروت دی او رسمي نوم يې «د بنګله ديش د خلکو جمهوریت» دی. د دغه هيواد نفوس شاوخوا ۱۶۵ ميليونو ته رسيږي چې ۸۹،۷ ميليونه يې مسلمانان دي چې په هغو کې ډيره برخه يې د سني مذهب پيروان تشکليوي. ۹،۲ سلنه بنګله ديشيان هندوان دي.

د دغه هيواد اکثر مسلمان وګړي په عام محضر کې د ښځې او ميړه يا دوه ملګرو له خوا د یو بل مچو کولو ته د يو منع شوي عمل(تابو) په سترګه ګوري.

 آژانسونه/ ر.ش/ م.ک.ص/م.ص