بنکاک : په فيرونو او چاودونو کښي يو تن مړ، او ډير نور زخميان دي
۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۴, جمعه، او لږ تر لږه 4 تنه نور زخميان سول .
د تايلينډ د اردو يو عالي رتبه افسر چي د حکومت مخالفينو سور کميسو ته اوښتی ؤ ، او د هغوي د نظامي چارو مسؤل تعين سوی ؤ ، پداسي حال کښي چي د خارجي ژورنالسټانو سره يې مرکه کوله ، وويشتل سو .
تورن جنرال کاتيا چي په سې ډاينګ مشهوره دی ، په سر کښي تر سخت ټپي کيدو وروسته په روغتون کښي بستر دی .
تر ويشتل کيدو فقط څو ساعته دمخه ده اعلان کړی ؤ ، چي غواړي د سور کميسو رهبري پلاس کښي واخلي ، چي د غورځنګ د 7 مهمو رهبرانو په منځ کښي عملاً د يوه درز او جدايي په معنی وه . جنرال سې ډاينګ ته د يوه سخت دريزه شخص په سترګه کتل کيدل .
د تايلينډامنيتي قواوو پرون پنجشنبه په دې شروع وکړل ، چه د سور کميسو ټولي نيول سوي ساحې ، يعني د بنکاک د تجارتي مرکز سي لون او د ښار د مهمو څلور لارو څخه دوی وشړي . دوی ته وويل سول چه هر يو چي غواړي ووزي ، وتلای سي ، خو هلته به څوک پرې نښول سي ، او په زوره به وشړل سي .
خو بيا برعکس د مخالفينو په مورچلونو کښي پرون شپه چا د وتلو خيال هم نه کاوه ، او جشن يې جوړ کړی ؤ .
د په اصطلاح د دموکراسۍ دپاره د ولسي اتحاد پلويانو نه غوښتل چي د حکومت تهديدونو ته تسليم سي . ددوی يوه وياند سيانګ بون پراکونګ وويل ،
«موږ د حکومتي قواوو د ممکنه حملې دپاره تياری لرو . نن ماښام هم څو واري آوازې خپرې سوې . خو زه شخصاً ګمان نه کوم چه حکومت دي واقعأ يو څه وکي . دوی غواړي چي موږ د خپل رواني جنګ تر اغيزي لاندي راولي .
ديوه بل مظاهره کونکي په وژل کيدو او فيرونو سره دوی غواړي ، موږ وبيروي . خو موږ به دلته پاته سو . »
د ورځپاڼو د معلوماتو پر اساس د سور کميسو يوه مهم رهبر وېره موسي کاپونګ ، غورځنګ پرې ايښی دی . دی د معتدلو رهبرانو د جملې څخه ؤ،چي آماده ؤ احتجاجونو ته خاتمه ورکي ، او د حکومت د پخلايني پلان ومني . همدارنګه ډاکټر وېنګ ټايراکان هم وتلی دی . خو وېنګ وايي ، چه دسته جمعي رهبري پر خپل ځای پاته ده ، او اضافه کوي :
«دا عادي خبره ده ،چي د نظرياتو اختلافات موجود وي . دوه مختلف انسانان هيڅ وخت يو ډول نظريات نلري ، او هر يو کولای سي د وخت په تيريدو سره خپل نظر ته تغير ورکي . »
د بلي خوا بيا د تايلينډ حکومت په 15 نورو ولايتو کښي هم اظطراري حالت اعلان کړی دی ، ځکه چه ددې خطر موجود دی ، چي په تايلينډ کښي دي احتجاجونه او اعتراضونه نور هم پراخ سي .
بوروفسکي/
کتونکي : محمد قاسم نوري