ترافيکي پيښه کې ۹ تنه افغان او پاکستاني مهاجر وژل شوي
۱۳۹۶ خرداد ۱۴, یکشنبهاسوشتيد خبري آژانس د شنبې په ورځ (جون ۴ مه ۲۰۱۷) د پوليسو له قوله خبر ورکړ چې د بلغاريا په سويل کې د مهاجرو د يوه ليږدونکي بس د ترافيکي پيښې په پایله کې ۹ تنه مهاجر مړه شوي او ۹ نور ټپيان دي. په رپوټ کې ويل شوي دي چې مړه شوي او ټپيان افغان او پاکستاني مهاجر دي.
د مهاجرو بس د يوه بلغاريايي هلک لخوا چې ظاهرا ۱۶ کلن ښکاري او د چلونې ليسانس يې هم نلرود چلول کيده. دغه هلک هم په پيښه کې مړ شوي دی. په رپوټ کې ويل شوي دي چې پيښه د يونان او ترکيې سرحدونو ته نژدې د بلغاريا د پازارجیک پر لويه لاره رامنځ ته شوې ده.
پوليس وايي چې دغه مهاجر له ځانه سره د پيژندګلوي کوم اسناد يا شناخت کارتونه نلري، خو ژغورونکو ويلي دي چې دوي افغان او پاکستاني اتباع دي.
د اروپايي اتحاديې غړي هيواد بلغاريا په سويل کې له ترکيې سره ګډه پوله لري چې اوسمهال د مهاجرو د راتيريدو د مخنيوي په موخه تقریبا په بشپړه توګه د سيمي کټارو په درولو او امنيتي وسايلو په نصبولو بنده کړل شوې ده.
له همدې امله په وروستيو مياشتو کې د بلغاريا له طریقه اروپا ته د راتلونکو غيرقانوني مهاجرو په شمير کې کموالی رامنځ ته شوی دی.
خو دغه هيواد کې لا هم ډير رسيدلي غيرقانوني مهاجر تم دي. د بلغاريا د کورنيو چارو وزارت د وروستيو معلوماتو له مخې اوسمهال دغه هيواد په کمپونو کې شاوخوا ۳۰۰۰ مهاجر ژوند کوي.
اکثره دغه مهاجر غواړي چې خپلو سفرونو ته ادامه ورکړي او ځانونه شمالي او لويديځې اروپا ته ورسوي.