بغداد: چاودنو ۲۴ تنه وژلي دي
۱۳۹۱ مرداد ۲, دوشنبهاعلان
نن د عراق په پلازمینه بغداد او ورته څیرمه یو شمیر سیمو کې د ډزو او بمي چاودنو په ترڅ کې د ۲۴ تنو د وژل کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي. د عراق د امنیتي چارواکو په وینا نن په دوو پوځي مقرونو کې چې یو د دولیاح او بل د تاجي په ښار کې واقع دي د بمي چاودنو له امله ۱۴ تنه وژل شوي دي.
پر دې سربیره د عراق د پلازمینې په شمول د ښار په شمالي برخو کې د بمي چاودنو او ډزو په پيښو کې ۱۰ تنه وژل شوي دي. په ننۍ پیښو کې په مجموعي توگه د ۲۴ تنو د وژل کیدو او د ۶۰ څخه د زیاتو کسانو د ټپي کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي. زیاته شوې ده چې په وژل شوو کسانو کې لس تنه سرتیري هم شامل دي.