1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بشارالاسد تر اوږده ځنډ وروسته ملت ته وينا کوي

۱۳۹۱ دی ۱۷, یکشنبه
https://p.dw.com/p/17Eok

د سوريې ولسمشر بشارالاسد غواړي د ډېري مودې راهيسې په لومړي ځل، خپلو هېوادوالو ته وينا وکړي. د دغې وينا موضوعګانې به د دولتي خبري اژانس سنا د راپور له مخې په سوريه او په سيمه کې تازه پېښي او انکشافات وي چې آژانس په دې هکله نور جزيات نه دي ورکړي. د اسد پلوي لبناني «الاخبار» ورځپاڼي د راپور له مخې چې ناڅرګندي سرچينې يې راوړي، کېدای شي اسد داسي يو پنځه نطقه يي پلان وړاندي کړي چې پکې به د اوربند، ملي يووالي د يو حکومت د جوړېدو او د آزادو پارلماني ټاکنو د تر سره کولو وړانديز وشي. له څو ورځو راهيسې په پلازمېنه دمشق کې هم د حکومتي ځواکونو او ياغيانو تر منځ نښتې روانې دي. د دغې شخړې په اوږدو کې چې له کابو دوو کلونو راهيسې دوام لري، د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې ۶۰۰۰۰ انسانان وژل شوي دي.