1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

بريتانيا: پوتين ښايي ژر د اشغال شوو سيمو د الحاق اعلان وکړي

۱۴۰۱ مهر ۵, سه‌شنبه

بریتانيا وايي ولاديمير پوتين، به په احتمال سره د سپتمبر په ۳۰مه د روسېې په فدراسیون کې د اوکراین د اشغال شوو سېمو د الحاق اعلان وکړی. روسي رهبران تمه لري چې د ټولپوښتنې پایلې به د دوی د ملاتړ سبب وګرځي.

https://p.dw.com/p/4HOO8
د بریتانیا دفاع وزارت پر ټويټر ليکلي دي چې په پام کې ده د اوکراین په اشغال شويو سیمو کې روان ريفرينډم یا ټولپوښتنې د سپتمبر په ۲۷مه پای ته ورسيږي
د بریتانیا دفاع وزارت پر ټويټر ليکلي دي چې په پام کې ده د اوکراین په اشغال شويو سیمو کې روان ريفرينډم یا ټولپوښتنې د سپتمبر په ۲۷مه پای ته ورسيږيانځور: ITAR-TASS/IMAGO

د بريتانيا دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ د سپتمبر ۲۷ وویل چې پوتين به دغه اعلان د سپتمبر په ۳۰مه د روسېې پارلمان ته د خپلې وينا پر مهال وکړي.

دفاع وزارت پر ټويټر ليکلي دي چې په پام کې ده د اوکراین په اشغال شويو سیمو کې روان ريفرينډم یا ټولپوښتنې د سپتمبر په ۲۷مه پای ته ورسيږي.

روسېې پر اوکراین باندې پوځي یرغل ته چې د روان کال د فیبرورۍ په ۲۴مه ېې پيل کړی، د «ځانګړو پوځي عملياتو» نوم ورکوي.

پوتين يو ځل بیا لوېديځ ته خبرداری ورکړ

د بريتانيا دفاع وزارت زياته کړې: «د روسېې رهبران تقریباً په قاطع توګه د الحاق هر ډول اعلان ته هيله مند دي او هغه ته د ځانګړي پوځي عملياتو د تائيد په سترګه ګوري چې ورسره به په جګړه کې خپل وطنپرستانه ملاتړ هم تقويه کړي.»

په پام کې ده چې د ټولپوښتنو مرکزونه د سه شنبې په ورځ د سپتمبر ۲۷مه وتړل شي. د کريملین له خوا دغه ټولپوښتنې د اوکراين په څلورو هغو سيمو کې چې تر ډيره د روسي ځواکونو په کنټرول کې دي، په لاره اچول شوي دي.

یو کس د سپتمبر په ۲۶مه په سواستوپول کې د ټولپوښتنې په بهیر کې د راېې اچونې پر مهال لېدل کیږي
یو کس د سپتمبر په ۲۶مه په سواستوپول کې د ټولپوښتنې په بهیر کې د راېې اچونې پر مهال لېدل کیږيانځور: Alexey Pavlishak/REUTERS

کيف او متحدینو ېې دغه ټولپوښتنې د یو شرم په توګه محکومې کړي او ويلي دي چې لويديځ به هيڅ کله د رايو نتايج چې د روسېې د ۷ میاشتني یرغل خطرات لا پسې تشدیدوي، ونه مني.

که روسيه اټومي وسلې وکاروي څه به کيږي؟

روسي ځواکونه روانه میاشت د اوکراين په دواړو برخو، ختيځ او سويل کې سخت شاتګونو ته اړ شول او یو شمیر نېولې سېمې ورڅخه بېرته اوکرايني ځواکونو ونېولې. څارونکي وايي دغه وضعیت د دې سبب شو چې د روسېې ولسمشر ولاديمیر پوتين په سیمه کې د مسکو د اقتدار د تحکیم له پاره ټولپوښتنو ته سرعت ورکړي.

پوتین ويلي دي چې روسيه به د خپل حریم د دفاع له پاره هر ډول او ټول هغه امکانات چې په اختیار کې لري، وکاروي. دا په دې معنی ده چې د څلورو سیمو تر الحاق وروسته به مسکو وشي کړی خپلې ستراتيژيکي اتومي وسلې هلته مستقرې کړي، کوم چې اوکراین ېې د بېرته نیولو په لټه کې دی.

زیلنسکي د پوتین د اټومي وسلو د استعمال تهدیدات جدي بولي

د روسېې ولسمشر د سپتمبر په ۲۱مه لويديځ ته خبرداری ورکړ چې دی تیار دی د خپل هيواد د دفاع له پاره له اتومي وسلو کار واخلي. پوتين ويلي وو: «روسیه د ځواب ورکولو له پاره ډيرې وسلې لري.»

پوتین هغه مهال د «قسمي بسیج» اعلان هم وکړ چې د روسېې دفاع وزارت په خبره له مخې به ېې ۳۰۰ زره اضافي عسکر منسجم کیږي. تر هغه وروسته داسې رپوټونه خپاره شوي چې د پوتين له دغه اعلان سره روسان جګړې ته د استولو له ويرې له دغه هیواده د تيښتې په حال کې دي. ګورجستان او ارمنستان هغه هیوادونه دي چې د رپوټونو له مخې په زرونو روسان ورته په لاره دي. روسان دغو دوو هیوادونو ته د سفر له پاره ويزې ته اړتيا نه لري.

د اوکراين پر موضوع یو انځوریز البوم - آرشیف

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب