بريتانيا له افغانستان سره ۲۱۵ میليونه ډالره مرسته اعلان کړه
۱۳۹۸ خرداد ۲۸, سهشنبهد بريتانيا د نړيوالو پراختيايي چارو وزير روروي ستيوارت، له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره چې دمگړۍ په لندن کې دی، تر ليدنې کتنې وروسته له افغانستان سره دغه مرسته اعلان کړه. هغه وويل: «په افغانستان کې بشري مرستو ته شديده اړتيا ليدل کيږي.»
ستيوارت په خپلو خبرو کې زياته کړه: «جگړو او سختې وچکالې په ميليونو کسان له لوږې سره مخامخ کړي او هغوی روغتیایي مرستو ته هم لاس رسۍ نه لري. له همدې کبله بريتانيا د خوراکي توکو، اوبو او د پوليو د واکسينو په شمول لومړنۍ طبي مرستې رسوي.»
په افغانستان کې تېر کال وچکالې په ميليونو انسانان اغیزمن کړي ول او ډېرې یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي ول.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په دې وروستيو کې ویلي دي چې په افغانستان کې تر دوو میلیونو زیات ماشومان له خوارځواکۍ څخه کړیږي، چې ۴۰ سلنه یې روغتیایي مرستو ته لاس رسي نه لري.
د بريتانيا د نړيوالو پراختيايي وزير وويل چې د اټکلونو پر اساس ۱۳،۵ ميليونه افغانان بشري مرستو ته اړتيا لري.
(bs/ms (Reuters