برهان الدين رباني په کابل کي خاورو ته وسپارل سو
۱۳۹۰ مهر ۱, جمعهافغان ولسمشر حامد کرزي د برهان الدين رباني د وروستيو مراسمو په وخت ويلي دي چي افغان حکومت به د سولي رامنځ ته کولو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي. د جمعې د ورځي پدغو مراسمو کي په زرگونو ماتم کوؤنکو گډون کړی ؤ چي پکښي د يو شمېر حکومتي چارواکو د رباني د تنظیم جميعت غړو هم گډون کړی.
رباني چي د 1992 او د 1996 مېلادي کلنو تر منځ د افغانستان ولسمشر ؤ، وروستۍ رسمي دنده يې د سولي د عالي شورا رياست ؤ. نوموړی د سه شنبې په ورځ د کابل په وزيراکبرخان کي په ځانمرگي بريد کي وژل سوی ؤ.
رباني په افغانستان کي د 2001 کال راهيسي په ترور کېدونکو کي تر ټولو لوړ پوړی کس ؤ. رباني چي د جميعت گوند اوږمهاله مشر تېر سوی ؤ د طالبانو د ريژيم د راپرځېدو وروسته د امريکا مهمه ټلوالی بلل کېدی.
د رباني د وژنې څخه تر مخه په کندهار کي د ولسمشر حامد کرزي د ورور احمدولي کرزي وژنه رامنځ ته سوې وه چي د هغې لړۍ وروستۍ کړې وه چي له مخي يې لوړ پوړي افغان چارواکي ترور سوي دي.
د رباني په وروستيو مراسمو کي د وينا پر وخت حامد کرزي وويل:
« د شهيد استاد (رباني) او د خپلواکۍ د نورو شهېدانو ويني دا غوښتنه کوي چي د سولي لپاره تلاښ ته ادامه ورکړل سي. موږ به د سولي لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو چي همدغه د شهيد استاد غوښتنه او هيله هم وه. خو په عيني حال کي موږ د سولي د دُښمنانو د له منځه وړلو دنده هم لرو.»
د وژل سوي جسد د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کي د وروستي خدای په امانۍ لپاره ايښودل سوی ؤ. پدې ترځ کي په ټول کابل کي سخت امنيتي گامونه پورته کړل سوي ول او په زرگونو پوليس د ممکنه وسله وال بريدونو او د بې نظمۍ د مخنيوي لپاره مؤضف کړل سوي ول.
آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: سيد رياض