1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برلوسکوني مهاجر «ټولنيز بمونه» وبلل

۱۳۹۶ بهمن ۱۶, دوشنبه

د ايټاليا پخوانی لومړی وزير او د «فورزا ايتاليت» ګوند مشر سیليو برلوسکوني، مهاجر «ټولنيز بمونه» وګڼل چې «هر وخت کې چاودنې ته تيار دي». ايټاليا ته په وروستيو کلونو کې په سلونو زره مهاجر رسيدلي دي.

https://p.dw.com/p/2s9km
Italien - Silvio Berlusconi
انځور: picture alliance/dpa/Eidon/MAXPPP/F. Frustaci

 په ايتاليا کې پر افريقايي مهاجرو تر حملې وروسته، سیاسي ګوندونو په خپلو انتخاباتي کمپاينونو کې د مهاجرت موضوع ته لا زياته لمن وهي.

د یکشنبې په ورځ پر موټر سايکل سپور يوه ۲۸ کلن سړي د مهاجرو پر لور ډزې وکړې او شپږ افريقايي مهاجر يې ټپيان کړل. د ايتاليا د کورنيو چارو وزير مارکو مينيتي، په دې اړه وويل چې «دغې حملې د نژادپرستانه کرکې انګيزه لرله».

تورن کس چې نيول شوی او دا مهال په توقيف کې اوسيږي په اړه يې ويل شوي دي چې د ښي اړخو افراطيانو سره اړيکې لرلي. څيړونکو له هغه کور څخه چې د تورن مور او پلار په کې اوسيږي د نازيانو د مات شوي صليب نښان او همدا رنګه د ادولف هتلر «زما جګړه» په نوم کتاب موندلي دي.

د ايټاليا پخوانی لومړی وزير سيليو برلوسکوني، د دوشنبې په شپه په يوه تلويزيوني مرکه کې مهاجر ته د «ټولنيز بمونو» په خطاب سره وویل چې د «کيڼ اړخو» د حکومت په دوره کې له ۶۰۰ زرو څخه ډير مهاجر ايتاليا ته راغلي دي.

برلوسکوني د يادې پيښې په اړه د دوشنبې په ورځ وويل چې دغې حملې کومه سياسې انګیزه نه لرل، بلکه دا هغه څه دي چې يوازې يو ناروغ کس یې ترسره کولی شي.

پخواني لومړي وزير د خپل ګوند «فورزا ايتاليا» سره په انتخاباتي کمپايونونو کې د «ښې اړخي عوامپاله ليګ» سره ائتلاف کړی دی. اوس دغه د مهاجرو ضد ښې اړخې ډلې، له دا ډول پيښو څخه په انتخاباتو کې د لا زياتو رايو د ترلاسه کولو په موخه ناوړه ګټه پورته کوي.

د مهاجرو ضد د «شمال ليګ» له ګوند څخه ماتئو سالويني د دوشنبې په ورځ وويل چې «نه کنټرول شوي مهاجر، دغه ډول ګډوډي، غوسې او ټولنيزې ستونزې رامنځ ته کوي.»

ايټاليا د راتلونکې ميلادې مياشتې (مارچ) په څلورمه نيټه پارلماني انتخابات لري. د نظرسنجيو پر اساس، د برلوسکوني او سالوني ائتلاف تر نورو مخکښ دی.

/dpa reu xx n1 ik م.ک.ص