1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برازيل په گروپي لوبو کي بريالی سو

نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ تیر ۳, سه‌شنبه

د فوټبال د نړيوال جام کوربه هيواد برازيل له کامرونه لوبه وگټله او په دې سره د A گروپ د گټونکي په توگه په گروپي لوبو کي بريالی او يو پر اتم فاينل ته ووت. دغه راز مکسيکو هم په گروپي لوبو کي بريالي سوه.

https://p.dw.com/p/1COzw
انځور: AFP/Getty Images

کوربه هيواد برازيل، کامرون ته په څلور يو ماته ورکولو سره د خپل گروپ په سر کي ځای ونيو او يو پر اتم فاينل ته ووت.

د برازيل د ستوري نايما، دوه گولونه (۱۷ دقيقه/ ۳۵ دقيقه) کي او دغه راز د فريد او فرناندينو يو يو گول د دې سبب سول چي برازيل کامرون ته ماته ورکړي او لوبه په خپله گټه پای ته ورسوي. د کامرون له خوا جيو ماتيپ يو گول وواهه.

په دې سره نو برازيل په خپل گروپ کي د ۷ نمرو په لرلو سره د گروپ لومړۍ لوبډله سوه او په يو پر اتم فاينل کي به د چيلي هيواد له لوبډلي سره لوبيږي.

کامرون چي د A گروپ وروستۍ لوبډله سوه د ۲۰۱۴ کال د فوټبال په نړيوال جام کي يې دا وروستۍ لوبه وه او نور به نو خپل هيواد ته ستنيږي.

په گروپي لوبو کي د هر گروپ دوې لومړۍ لوبډلي يو پر اتم فاينل ته لاره مومي، چي په A گروپ کي له برازيل سره بله لوبډله مکسيکو ده چي يو پر اتم فاينل ته يې لاره وموندله.

په B گروپ کي هالند چيلي هيواد ته دوه صفر ماته ورکړه او په دې سره يې د خپل گروپ درې سره لوبي وگټلې او د ۹ نمرو په لرلو سره يو پر اتم فاينل ته بريالی ووت. په يو پر اتم فاينل کي به هالنډ د A گروپ له دوهمي لوبډلي مکسيکو سره لوبيږي.

د دغه گروپ دوهمه لوبډله چي يو پر اتم فاينل ته يې لاره ومونده چيلي وه چي په گروپي لوبو کي يې دوې لوبي گټلي او يوه يې بايلوله. په يو پر اتم فاينل کي به چيلي د A گروپ له لومړۍ لوبډلي برازيل سره لوبه کوي.

د نن او سبا لوبي

نن په C گروپ کي جاپان له کلومبيا او يونان له عاج ساحل سره لوبه کوي. او په D گروپ کي ايټاليا له اروگوای او کوستاريکا له بريتانيا سره مخامخ کیږي.

سبا به په E گروپ کي هندوراس له سويس او اکوادور له فرانسې سره ولوبيږي. او په F گروپ کي به بيا نايجيريا له ارجنټاين او بوسنيا هرڅوگووينا له ايران سره بازي وکړي.

که نايجيريا پر برازيل باندي لوبه بايلوي او ايران له بوسنيا څخه لوبه وگټي نو ايران به يو پر اتم فاينل ته خپل تگ يقيني کړي.