بدخشان: یرغمل شوې بهرنۍ ښځې آزادې شوې
۱۳۹۱ خرداد ۱۳, شنبهد افغانستان په شمال کې د پولیسو ویاند لعل محمد احمدزي، د شنبې په ورځ وویل چې د یرغمل نیول شوو وګړو د آزادولو په عملیاتو کې پنځه تنه یرغمل نیوونکي وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه: «تیره ورځ د افغان پوځ د ځانګړو ځواکونو د یو لړ کامیابو عملیاتو په ترڅ کې دوه بهرني وګړي او د هغوی درې افغان همکاران د شهر بزرګ په سیمه کې آزاد شول. په دې عملیاتو کې پنځه یرغمل نیوونکي ووژل شول او آزاد شوو کسانو روغتیايي وضعیت اوس د ډاډ وړ دئ.»
د بدخشان د ولایت د پولیسو مشر سخي داد حیدر، د دغه خبر پخلی وکړ خو زیاته ئې کړه چې د یرغمل شوو کسانو د آزادولو له پاره افغان او د ناټو ځواکونو په گډه عملیات تر سره کړې ول. د هغه په خبره په دې عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونه د هوا له لارې د یرغمل نیوونکو پر بام باندې راکښته شول.
لس ورځې مخکې ناپیژندل شوو وسله والو کسانو د بدخشان په ولایت کې دوه بهرنۍ ډاکترې او د هغوی درې افغان همکاران یرغمل ونیول. که څه هم تر اوسه پورې د یرغمل نیوونکو هویت او له دې کار څخه د هغوی اصلي هدف معلوم نه دئ، خو افغان چارواکي وایي چې په دې سیمه کې ډیر وخت د پیسو له پاره خلک یرغمل نیول کیږي.
په افغانستان کې کله نا کله بهرني وگړي یرغمل نیول کیږي او د هغوی د آزادیدو په مقابل کې د پیسو غوښتنه کیږي. په ۲۰۱۰ کال کې وسلوالو کسانو د بدخشان په ولایت کې د یوې مرستندویه مؤسسې لس بهرني کارکوونکي یرغمل کړي ول. په بدخشان ولایت کې د دولت وسله وال مخالفین ډیر فعاله نه دي خو په دې ولایت کې یو شمیر جنایت کاره ډلې فعالیت لري.
د پولیسو او ولایتي چارواکو په خبره دغه وګړي د بدخشان ولایت د یفتل بالا په ولسوالۍ کې د نا پیژندل شوو کسانو له خوا یرغمل نیول شوي ول.
تر دې مخکې د بدخشان د والي ویاند عبدالمعروف راسخ، ویلي وو چې دغه وگړي هغه وخت یرغمل ونیول شول چې د فیض آباد په لور راروان ول.
هغوی په یوه لیرې پرته سیمه کې یوه کلینیک ته سفر کړی وو، او د لارې د خرابوالي له کبله ئې پر خرو باندې مزل وهه.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض