1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايرن پای لوبي ته يو گام ور نژدې سو

۱۳۹۱ فروردین ۳۰, چهارشنبه

د اروپا د قهرمانانو(Champions League) د فوټبال په سياليو کي د المان د بايرين مونشن لوبډلي د هسپانيې د ريال مادريد لوبډلي ته ۲ د يو پر وړاندي ماته ورکړه.

https://p.dw.com/p/14fYb
انځور: Reuters

د چهارشنبې په شپه د جرمني د بايرين ايالت د مونشن په ښار کي ددغه ايالات د فوټبال لوبډلي د اروپا د قهرمانانو د سياليو په نيمه پايلونه کي ريال مادريد ته د ۶۶۰۰۰ نندارچيانو په مخکي ماته ورکړه.

د بايرين مونشن لوبډله د لوبي د لومړۍ نيمايي په پيل کي چندان قوي نه ښکارېده او ډيره نيولې لوبه ئې کوله. خو د لوبي په ۱۷ دقيقه کي، مونشن د کارنر امتياز و کاراوه او ددغي ډلي تکړه لوبغاړي، فرانسوي فرانک ريبري پخپل قوی شوټ سره توپ د مقابل طرف گول ته ننيستئ.

Fußball Champions League Halbfinale FC Bayern München Real Madrid
انځور: picture-alliance/dpa

د لوبي تر مخه داسي ويل کېده چي ريال مادريد لوبډله چي د نړۍ له ډيرو قوي لوبډلو څخه شمېرل کيږي، بايرن مونشن ته به ډيره سخته ماته ورکړي، د لوبي په لومړۍ نيمايي کښي ښه وځلېده او د گول وهلو درې څلور ډير ښه چانسونه ئې درلودل.

ددغي لوبډلي تگړه لوبغاړي کريستيانو رونالدو دوه واري د مقابل طرف پر گول باندي حمله وکړه خو کومه نتيجه ئې ور نه کړه او لوبه په لونړۍ نيمايي کي يو د صفر په وړاندي د بايرن مونشن لوبډلي په گټه روانه وه.

د لوبي د دوهمي نيمايي په پيل کي بيا هم د ريال مادريد لوبډلي ډيره پياوړې لوبه پيل کړه او تر لږ ځنډ وروسته په ۵۳ دقيقه ئې د بايرين مونشن دفاع ماته کړه او د تگړه گول ساتونکي مانويل نوير پر دروازه باندي ئې حمله وکړه او د کرستيانو رونالدو په پاس ميسوت اوزيل توپ گول ته ور ټېله کړ او لوبه يو د يو پروړاندي مساوي سول.

Fußball Champions League Halbfinale FC Bayern München Real Madrid
انځور: Reuters

خو د بايرين مونشن لوبډلي له پاره په خپل لوبغالي کي يو د يو پروړاندي لوبي کومه گټه نه لرله، ځکه يوه اوونۍ وروسته بايد دغه لوبډله د ريال مادريد په لوبغالي کي جوابي لوبه وکړي چي هلته بيا له ريال څخه لوبه گټل اسانه کار نه دئ، نو ځکه ئې لوبي ته زور ورکړ او تقريباً د لوبي تر وروستيو دقيقو پوري ئې داسي لوبه وکړه، چي ريال مادريد ته ئې چانس ور نه کړ.

د ريال پر گول باندي تقريباً لس حملې وسوې، خو د مونشن پر گول باندي سړی ويلای سي چي تر گول وروسته يوه يا دوې هغه هم له خطره خلاصي حملې وسوې.

لوبه تر وروستۍ دقيقې پوري ډيره په زړه پوري وه او هيڅچا دا فکر نه کاوه، چي بايرين مونشن لوبډله دي په دغه لوبه کښي دغه ډول وځليږي.

د لوبي په ۹۰ دقيقه کښي د بايرين مونشن کپيتان فيليپ لام چي د المان د ملي لوبډلي کپيتان هم دئ، د ريال مادريد دوو لوبغاړو ته په بازي ورکولو سره توپ ډير کښه د مځکي پرسر د گول خولې ته ور شوټ کړ او هلته ددغه لوبډلي تکړه گول وهونکي ماريو گوميڅ، چي په دغه لوبه کي ډير نه و ځلېدلی بيا هم خپل گول وواهه او لوبله ۲ د يو پروړاندي د بايرين مونشن په گټه سوه.

Fußball Champions League Halbfinale FC Bayern München Real Madrid
انځور: picture-alliance/dpa

د لوبي په وروستيو درو يا اضافي درو دقيقو کښي ددې تمه کېده چي ريال به بيا هم خپله پياوړتيا وښيي خو ښه ونه ځلېده او لوبه همدغه ډول دوه د يو پروړاندي د بايرين مونشن د فوټبال لوبډلي په گټه پای ته ورسېده.

اوس نو د راتلونکي چهار شنبې په ورځ بايرين مونشن د ریال مادريد په لوبغالي کي لوبه کوي او د کارپوهانو په خبره پای لوبي ته د وتلو چانس لري.

د اروپا د قهرمانانو په سياليو کي نن د هسپانيې د برسيلونا او انگليستان د چلسي لوبډلي تر منځ لوبه کيږي.

نجيب الله زیارمل
کتونکی: مسعود جهش