1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايرن مونشن نه ماتېدونکې لوبډله

۱۳۹۰ مهر ۲۴, یکشنبه

د بنډس ليګا د لوبو په سلسله کي د شنبې په ورځ په کيدونکو لوبو کي د بايرن مونشن لوبډلي د هيرتا برلين لوبډلي ته د ۴ ګولونو په ورکولو ماتې ورکړه او د خپل لومړي مقام ساتل يې نور هم ډاډمن کړل.

https://p.dw.com/p/12t0P
انځور: dapd

د شنبې په ورځ د برلين په وړاندې په کيدونکي لوبه کې د بايرن د لوبډلې له خوا ماريو ګوميس، فرانک ريبري او شواين شټايګر ګولونه تر سره کړل. د لوبې په ۶۹دقيقه کي ګوميس خپل دوهم ګول وواهه.

د لوبي تر پای وروسته د بايرن مونشن لوبډلي روزنکي، هاينيکس، په خپله يوه مرکه کي ويلي چي، د دوی لوبډلي د لوبې په لومړۍ نيمايې کي ډيره ښه لوبه وکړه او لوبډلې ډير ژر ژر ګولونه تر سره کړل او د لوبې په دوهمه نيمايي کي لوبډلي پر لوبي د خپلې بريا ساتنه وښوده.

د دغي لوبې پايله د بايرن مونشن لوبډلي د پخواني لوبغاړي او د برلين د لوبډلي اوسني روزنکي، مارکوس بابيل، لپاره ډيره خفه کوونکې وه، د هغه په وينا د دوی لوبډلي داسي لوبه وړاندي نه کړه لکه چي تمه يې وه.

د شنبې په ورځ په نورو سيالو کې د مونشن ګلادبخ او د ليورکوزون تر منځ تر سره شوي سيالۍ په دوه دوه ګوله سره مساوي پای ته ورسيده. په يوه بله لوبه کي د آوګسبرګ لوبډلي د ماينز لوبډلي ته د صفر په مقابل کي په يو ګول ماتي ورکړه او د شټوټ ګارډ لوبډلي د هوفن هايم لوبډله د صفر په مقابل کې په دوه ګوله سره ماته کړه.

نن « يکشنبه » په ورځ دوه لوبه تر سره کيږې چې د فراي برګ لوبډله به د هامبورګ د لوبډلې سره مخامخ شي او همداشان د کولن لوبډله به د هانوور د لوبډلې سره ولوبيږي.

دويچه ويله/ سيدرياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل