1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن امریکا ته د مسلمانانو د سفر او نور فرمانونه لغو کړل

۱۳۹۹ بهمن ۲, پنجشنبه

جو بايدن په سپينه ماڼۍ کې د خپل کار په لومړيو ساعتونو کې ۱۵ اجرايي فرمانونه لاسليک کړل. هغه امریکا د پاریس تړون او همدارنګه د روغتيا نړيوال سازمان ته بیرته راوګرځوله او د اتو هیوادونو د اتباعو د سفر ممنوعیت لغو کړ.

https://p.dw.com/p/3oDo5
USA Washington | Inauguration | Joe Biden im Oval Office
انځور: Evan Vucci/AP Photo/picture alliance

د امریکا نوی ولسمشر، جو بايدن په سپينه ماڼۍ کې د خپل کار په لومړۍ ورځ ۱۵ اجرايي فرمانونه لاسلیک او د ترمپ ډیری فرمانونه یې لغوه کړل. د لغو شوو فرمانونو په ډله کې امریکا ته د ايران په شمول د اتو هیوادونو د اتباعو پر سفر د ممنوعيت او مکسیکو سره د سرحدي ديوال جوړلو فرمانونه هم شامل دي.

د دونالد ترمپ حکومت په ۲۰۱۷م کال کې امریکا ته د ايران، سوريې، يمن، لیبيا، سومالیا، ونزويلا، چاد او شمالي کوریا د اتباعو پر سفرونو بنديز ولګاوه، هغه هیوادونه چې اکثره يې مسلمان هيوادونه دي.

د ترمپ دغه فرمان په امریکا کې له سختو غبرګونونو سره مخ شو، خو بلاخره دوه کاله وروسته، د امریکا سترې محکمې په هغه کې د امریکا د ملي منافعو د حفاظت په هدف، تعديل راوست یعنې د«سفر ممنوعیت» يې پر «شديد کنترول» باندې تغيير او ورسره يې موافقت وکړ.

د امریکا نوي ولسمشر، دغه راز خپل هيواد د پاریس د اقلیم تړون او همدارنګه د روغتيا نړيوال سازمان ته بیرته راوګرځاوه. نامتو امریکايي ويروس پيژندونکی، آنتونیو فوچي به د پنجشنبې په ورځ د جنوري ۲۱مه، د امریکا په استازيتوب، د روغتيا نړيوال سازمان په غونډه کې ګډون وکړي.

USA Washington | Amtseinführung: Joe Biden
بایدن د جنوري په شلمه د امریکا د نوي ولسمشر په توګه د تحلیف مراسم ترسره کړلانځور: Patrick Semansky/REUTERS

د کرونا وبا تر خپريدو وروسته، د متحده ايالاتو پخواني ولسمشر دونالد ترمپ، د دغې وبا پر وړاندې د روغتيا نړيوال سازمان پر عملکرد باندې نيوکې وکړې او دې سره يې امریکا له دغه سازمانه بیرون کړه.

د روغتيا په نړيوال سازمان کې د امریکا بیا غړيتوب، د بايدن تر لاسليک ۳۰ ورځې وروسته د دغه سازمان له خوا تائيد کيږي. ترمپ په ۲۰۱۷م کال کې امريکا له اقليمي تړون څخه هم ایستلې وه، هغه تړون چې په ۲۰۱۵م کال کې تر ډيرو هلو ځلو لاسليک شوې وو. 

بايدن د پاریس د اقليم د بیا داخلیدو اجرايي تړون د لاسليک کولو پر وخت وويل: «موږ به د اقليمي بدلون پر وړاندې په داسې يو روش سره مقابله وکړو چې تر اوسه مو نه وه کړې.» بايدن دغه راز وويل چې د امریکا اقتصاد به حد اکثر تر ۲۰۵۰م کال پورې له چاپیریال سره جوړښت پیدا کړي.

جو بايدن د امريکا د ولسمشر په توګه د خپل کار په لومړنيو ساعتونو کې د چاپيريال ساتنې اړوند ځينې نور فرمانونه هم لاسليک کړل. هغه د يوه اجرايي فرمان په صادرولو سره، د آلاسکا په حفاظت شوو طبيعي سيمو کې د نفتو استخراج متوقف کړ. هغه همدارنګه له کانادا څخه د «کې ستونXL » په نوم، د نفتو د ليږد ليکې پروژې کار هم ودرواوه.

US-Präsident Donald Trump PK Weißes Haus
ترمپ تيرکال خپل هیواد د روغتیا نړيوال سازمان څخه په دې دلیل وښکلی وو چې پر وينا يې د کرونا ضد مبارزه کې پاتې راغلیانځور: Evan Vucci/AP/picture alliance

خو دغه فرمان بیا د کانادا د صدراعظم، جستين ترودو د خپګان سبب واقع شوی، هغه د دغې پروژې د جوړولو غوښتونکی دی. ترودو ويلي چې د بایدن دغه اقدام «ناهيلې» کړی، خو هغه په عين وخت کې ويلي چې د چاپيريال ساتنې او د هوا د ککړتیا پر وړاندې مبارزه کې د امریکا نوي ولسمشر سره به همکاري کوي. ترودو دغه راز لومړنی سیاسي رهبر دی چې د تيلفون له لارې به جو بايدن ته مبارکي ووايي. دغه ټيلفوني مکالمه د جمعې ورځې له پاره (د جنوري ۲۲مه) ته تنظیم شوی دی.

بایدن هغه پلاوی هم لغوه کړل چې پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د خپل واک په ورستیو میاشتو کې «په ښوونځيو کې د وطنپرستۍ د زده کړې» په اړه ټاکلی وو.

د تیرکال په دوبي کې کله چې په امریکا کې د توکمپالنې پر مسئله بحثونه او اعتراضونه ډير شول، ترمپ په ښوونځيو کې د «وطنپرستۍ زدکړو» د يو کميسيون له جوړولو څخه خبر ورکړ. د هغه دغه اقدام د تاریخ پوهانو او کارپوهانو له لوري «سیاسي تبليغات» ونومول شو.

دويچه وله ف/م.ک.ص./