بان کي مون د ايران هسته يي تاسيسات نه گوري
۱۳۹۱ شهریور ۷, سهشنبهد بان کي مون ویاند مارتین نسیرکي، د دوشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اگست ۲۷) اعلان وکړ چي د ملگرو ملتونو عمومي منشي نه غواړي چي د ایران اټومي مرکز دي وگوري.
د مون ویاند زیاته کړه چي که ایران د ناپېيلو هیوادونو غړو ته اجازه ورکړي چي دغه مرکز وگوري نو دا به ښه کار وي. هغه دغه راز دې خبري ته هم اشاره وکړه چي ایران د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان ته د دې اډې د لیدنې اجازه نه ورکوي.
د تیري جمعې په ورځ ایراني استازو د اتومي انرژۍ د سازمان له غړو سره ولیدل. په دې لیدنه کتنه کي ایران له دې خبري سره مخالفت وکړ، چې د اتومي ادارې غړي دې د ایران اټومي اډې وگوري.
د ملگرو ملتونو عمومي منشي په ایران کي د ناپېيلو هیوادونو په غونډه کې د گډون له پاره دغه هيواد ته سفر کوي. دغه غونډه به د پنجشنبې په ورځ پيل شي.
د پارچین لیدنه
د ملگرو ملتونو د عمومي منشي د ویاند تر خبرو دمخه، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي ول، چې که د ایراني چارواکو سلا وي نو د ناپېيلو هیوادونو د غونډي گډونوال کولای شي چې د پارچین پوځي اډه وگوري.
د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان په دې اند دئ چي ایران د پارچین په اډه کې د اتومي وسلو د تولید هڅي کوی خو ایران بیا تل دغه تورونه ردوي.
د بان کي مون د سفر پر وړاندي غبرگون
ایران ته د ملگرو ملتونو د عمومي منشي سفر د متحده ایالاتو او اسرائیلو له نیوکو سره مخامخ شوی دئ. د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، دغه سفر ته د یوې لويي اشتباه خطاب وکړ. په ملگرو ملتونو کي د متحده ایالاتو استازي هم وویل چې دغه اشتباه به بان کي مون او د ملگرو ملتونو سازمان ته متوجه وي.
بان کي مون د دې پوښتونو په ځواب کې وویل، چي غواړي ایران ته له سفر سره د دې هیواد له مشرانو سره وویني او د ایران د اتومي پروگرام او سوریې د کړکېچ په اړه له هغوی سره خپلې اندیښنې شریکي کړي.
په همدې حال کي په سوو سازمانونو بان کي مون ته لیکونه استولي دي چي ایران ته د خپل سفر پر مهال د دې هیواد له چارواکو سره په ایران کي د بشري حقونو د وضعیت په اړه هم خبري وکړي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل