1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«باليوود ښځي د يوې وسيلې په توگه کاروي»

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۱, چهارشنبه

په هندوستان کې پر ښځو باندي د جنسي تیري وروستیو پېښو په خپله دغه هیواد او نړۍ کې سخت غبرگونه راوپارول. فعالین د هندوستان پر سینما باندي تور لگوي چې په ټولنه کې یې د ښځو رول ته تاوان رسولی دی.

https://p.dw.com/p/18Q5q
Die indische Filmschauspielerin Katrina Kaif im Film "Agneepath", der am 26.1.2012 weltweit anläuft. Regisseur Karan Malhotra, Produzent : Karan Johar
Filmszenen aus dem Film Agneepathانځور: Eros International

د هندوستان سینما چې په نړۍ کې د فلمونو د تولید له لحاظه تر ټولو لویه سینما بلل کیږي سږ کال يې خپله سل کلني ولمانځله. د هندوستان په سینما کې د وخت په تیریدو سره د ښځو ونډي هم بدلون موندلی دی. پخوا د ښځو له پاره په فلمونو کې کار کول یو نامناسب عملل بلل کیدی.

هغه وخت به نارینو د ښځو جامې اغوستلې او د هغوی نقشونه به یې لوبول. خو اوس چې د هندوستان د سینما له پیلیدو څخه سل کاله تیریږي، ډیر شمیر هندۍ نجوني غواړي چې د خپل هیواد سینما ته لاره پیدا کړي او د ډیرو پیسو او شهرت خاونداني شي.

اوس په هندي فلمونو کې ډیر وخت نجوني په سندرو کې لڅ کالي اغوندي. منتقدین پر بالیوود باندي نیوکه کوي چې په سندرو کې یې د ښځو یو نامناسب انځور وړاندي کړی دی.

په فلمونو کې بربنډې جامې پر تن کول

د هندوستان فلم جوړوونکي اوس په دې اند دي چې په هر هغه فلم کې چې یوه نجلۍ ډیر بربنډ کالي واغوندي، نو هغه فلم ډیري پېسې گټي. په ممبی کې د هندي فلمونو منتقد تران ادرش، دويچه ویله ته وویل: «دا ټول په دې پورې اړه لري چې لیدونکي له څه سره ډیره علاقه لري.»

په هندي سینما کې عشقي هیجاني فلمونه ډیر لیدونکي لري. په دغو فلمونو کې هغه مسایل انځور کیږي چې پخپله په هندي ټولنه کې د هغوی په اړه ډیر وخت خبري نه کیږي.

د هندوستان د سینما تکړه او نومیالی فلم جوړوونکی مهیش بټ، د دغه شان فلمونو په جوړولو کې ډیر پیاوړی نقش لوبولی دی. هغه دویچه ویله ته وویل: «سینما له لومړي سره له ښځو څخه د توجه جلبولو، د نارینوو د راپارولو، تیراستلو او جلبولو له پاره کار اخیستی دی. له دې خبري څخه هیڅوک انکار نه شي کولای. دا یوازي سینما نه ده چې له ښځو څخه یې په دې منظور کار اخیستی دی، نورو هنرمندانو هم دغه شان کارونو ته لاس ورته کړی دی.»

نانديتا دس په فلمونو کي د بربنډو کالیو په اغوستلو خوشحاله نه ده
نانديتا دس په فلمونو کي د بربنډو کالیو په اغوستلو خوشحاله نه دهانځور: Vidhi Thakur Photography

ښاغلي بټ په ۱۹۸۰ کلونو کې په بالیوود کې د «سویم» او «ارت» په شان فلمونو په جوړولو سره نوم وگاټه. هغه وایي: «دا رښتیا خبره ده چې د بالیوود په ډیرو فلمونو کې ښځي د یوه پای پاک په توگه ښوول کیږي. خو یو شمیر نور فلمونه هم دي چې دغه انځور له منځه وړي.»

بټ وایي: «موږ داسې فلمونه جوړ کړل چې ورته په قصدي ډول پاروونکې یا بربنډه بڼه ورکړل شوه. په دغو فلمونو کې جنایي موضوعگاني او ډیر ښه موزیک موجود وو، خو بیا هم پکښې یو لڅ اړخ هم اضافه شو.»

بټ وایي چې وروسته بیا د هندوستا په سینما کې د فایدې تر لاسه کولو ډیر اهمیت پيدا کړ چې له کبله یې په بالیوود کې ښځې په یوه بله بڼه انځور شوې.

د هندي فلمونو یوه لوبغاړي ناندیتا دس، په بالیوود کې پر جوړیدونکو نوو فلمونو باندي نیوکه کوي. هغه وایي چې په دې کې شک نه شته چې بالیوود له ښځو څخه د یوې وسیلې په توگه کار اخیستی دی. هغه وایي چې بالیوو د ښځو څخه نه یوازې په بربنډو نقشونو کې کار اخیستی دی، بلکې د ښځو له پاره يې یو ډول ځانگړي نقشونه رامنځ ته کړي دي.

میرمن دس وایي چې ښځي د هندوستان په سینما کې ډیر لږ ځانگړي نقشونه لوبولای شي. هغه وایي: «ښځو ته په هندي فلمونو کې د یوې ښې مېرمنې، ښې لور او ښې مور نقشونه ورکول کیږي. د فلم په لومړۍ نیمایي کې همداراز هغوی ته لنډ او بربنډ کالي هم ورکول کیږي. خو کله چې د فلم نجلې په فلم کې واده وکړي نو د هغې نقش هم پای ته رسیږي. بیا نو فلمونه ډیر پر نارینه و باندې تمرکز کوي. ښځې په فلمونو کې یوازي د احساساتو د راپاروالو له پاره کارول کیږي.»

میرمن دس زیاتوي چې د هندي سینما لیدونکي هم په دې برخه کې ډیر پیاوړی نقش لوبوي خو هغه ټینگار کوي چې د هندي سینما جوړوونکي هم خپل ځان له دې مسئولیت څخه چې په ټولنه کې یې د ښځو یو خراب انځور وړاندې کړی دی نه شي خلاصولای.