بادغيس: په ترافيکي پېښه کي ۳۳ کسان وژل سوي
۱۳۹۳ مرداد ۲۶, یکشنبهد باغيس ویاند میروس میرزکوال دویچه ویله ته وویل چې پېښه د شنبې په ورځ مازدیگر (۲۰۱۴م کال د اگست ۱۶مه) د آبکمري ولسوالۍ په چهار سنګي سیمه کې مرامنځ ته شوې ده.
د ميرزکوال په خبره پېښه هغه مهال رامینځ ته شوه، چې په یوه لارۍ موټر کې څلور کورنۍ له یوې سیمي څخه بلي ته د کډکېدو په حال کې وې: «په يوه لارۍ موټر کي څلور کورنۍ سپرې وې چي يو ناڅاپه يې موټر یو لوی پاڼ ته ولوېد او سخته مرگ ژوبله رامنځ ته شوه.»
هغه وايي په وژل شوو کسانو کې ښځي نارینه او ماشومان شامل دي چې ۳۳ تنه يې ځای پر ځای وژل شوي او ۱۳ تنه يې ټپیان شوي دي. د ټپیانو یوشمېر يي په بادغیس او یوشمیر چې روغتیايي وضعیت يې خراب وو، د درملني له پاره د هرات حوزوي روغتون ته لیږدول شوي دي.
د ټپيانو څلور تنه يې د قلعه نو په روغتون کې تر درملني لاندي دي چې د درو تنو روغتیای وضعیت خراب ښودل شوی دئ.
دهرات ولايت د حوزوي روغتون ډاکترانو هم ويلي دي چي ۹ تنه ټپیان دوی ته وروړل شوي دي چې د یوشمېر وضعیت يې د اندېښنې وړ دئ.
د بادغيس چارواکو ويلي دي چي یادي کورنۍ کوچیان ول چې له خپلو څړ ځايونو څخه د اصلي مېنو پر لور روان ول چي لارۍ موټر يې يوه لوی پاڼ ته ولوېد.