ایرلند افغانستان ته ماته ورکړه
۱۳۹۱ تیر ۱۶, جمعهافغانستان په دې لوبه کې د پچي په ګټلو سره د توپ اچولو پریکړه وکړه. افغان لوبډلې ډیره ښه لوبه پیل کړه. ایرلند وتوانید چې افغانستان ته یوازې د ۱۶۴ منډو هدف وټاکي. د افغانستان له ډلې څخه دولت ځدران دوې ویکیټې، شاپور ځدران درې، ګلبدین نایت یوه، محمد نبي یوه او حمزه هوتک دوې ویکتې واخیستې.
تر دې مرحلې پورې لوبه د افغانستان په ګټه وه، او افغان لوبډلې د لوبې د ګټلو ډیرې هیلې لرلي. خو دا هیلې هغه وخت له منځه ولاړې چې د ایرلند لوبډلې په توپ اچولو پیل وکړ. ایرلند د لوبې په پیل کې د افغانستان د تکړه منډه جوړونکو له سوځولو سره افغان لوبډله تر فشار لاندې راوسته.
په دې ترتیب سره افغانستان یوازې ۱۰۴ منډې جوړې کړي او لوبه ئې په ۵۹ منډو د ایرلند هیواد ته وبایلله. افغانستان له دې لوبې څخه هیڅ کوم امتیاز تر لاسه نه کړ. خو ایرلند د دوو امتیازونو په تر لاسه کولو سره بیا هم د دغې سیالي د جدول په سر کې پاتې شو.
تر دې مخکې د جولای په دریمه نیټه، د افغانستان او ایرلند تر منځ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه د سخت باران له امله ځنډیدلې وه. که څه هم په دې ورځ په ایرلند کې اسمان شین او صاف وو خو د سه شنبې د ورځې باران بیا د لوبې میدان لوند کړی وو.
د ایرلند او افغانستان تر منځ د کرکیت یوه ورځنۍ لوبه د دوهمه درجه هیوادونو د لوبو په ترڅ کې کیږي. په دې ترڅ کې به افغانستان، کانادا، متحده عربی امارات، نیدرلند ، ایرلند، سکاتلند، نامیبیا او کینیا له یو بل سره نړیوالې یوه ورځنۍ لوبې وکړي.
دغه هیوادونه د ۲۰۱۵ کال نړیوالې پنځوس اوریزې سیالي ته د لار موندنې په موخه له یو بل سره لوبیږي. د دې هیوادونو له ډلې څخه به دوه گټونکي هیوادونه دغې سیالۍ ته لار ومومي. افغانستان د دغو لوبو په لړ کې تر اوسه له کانادا، متحده عربي امارتو، او نیدرلند سره لوبې کړې دي چې تر نیمی زیاتې ئې ګټلي دي.
مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض